د تکواندو افغان لوبغاړي متحده عربي آماراتو ته ولاړل!

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړي د فجیره اوپن په نوم د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه متحده عربي آماراتو ته ولاړل.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په یاد سفر کي ۶ لوبغاړو، دوو روزونکو او یوه بیا پلاوي ګډون کړی.

د یادي کمېټې د معلوماتو له مخي په یادو ۶ لوبغاړو کي څلور نارینه او دوې بیا ښځینه تکواندوکاراني شاملي دي.
ټاکل سوې دا لوبي د راتلونکي یکشنبې په ورځ د متحده عربي آماراتو په کوربتوب پيل سي او تر دوو ورځو دوام وروسته به د راتلونکي دوشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.
د تکواندو په دې نړیوالو سیالیو کي د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه د ۲۰۰۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي.
د تکواندو د یادو سالیو موخه د ۲۰۲۰م کال المپيکي سیالیو ته چمتوالی نیول دي.
متحده عربي آماراتو تر سفر مخکي افغان لوبغاړي د المپيک د ملي کمېټې د رئیس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.

رحیمي افغان لوبغاړو ته د ښه لوبېدو هیله وښوده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راپورونه: ډیویلرز به راتلونکې میاشت ملې لوبو ته راوګرځي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د یادې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ... نور ولولئ