مارچ 3, 2021

د تيري لسيزي دوه غوره کريکټران!

ليکنه: مدثر دعوت
د کريک انفو له لوري د تيري لسيزي غوره کريکټران اعلان سوه.
سټيو سميت هغه نوم دی چي د کريکټ په درې واړه فارمټونو کي ځانګړی نوم لري او د يو فوق العاده لوبغاړي په حيث پيژندل کيږي،خو نوموړي خپل مسلک د تيري لسيزي په نيمايي کي پيل کړی.
اې بي ډيويلرز چي نړۍ يې د ۳۶۰ درجې لوبغاړي په نوم پيژني، د تيري لسيزي د غوره کريکټر نوم بايد ورکول سوی وای خو دا چي ډيويلرز د تيري لسيزي په وروستيو کي د نړيوال کريکټ څخه استعفا اعلان کړه نوځکه د ډيل سټاين په شمول چي د لسيزي پيل يې ښه وو خو په وروستيو کلونو کي يې خوند هماغسي پخوانی نه وو پاته،د لسيزي په غوره لوبغاړو کي يې لومړی مقام ترلاسه نکړ.

که څه هم د مهندراسينګ ډهوني نوم هم پدې ليست کي راغلی خو د مينوالو له لوري د لومړۍ کټګورۍ انتخاب ندی.
شايد تاسو هم په خپل فکر کي داسي څوک ولرئ چي ستاسو په خوښه د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري د لسيزي غوره لوبغاړی اعلان سي.
هغه نوم چي د کريکټ په نړۍ کي د تيري لسيزي د غوره لوبغاړي نوم ورکول سوی ويرات کوهلي دی.

کوهلي ځانګړی توپوهونکی او لوبډلمشر دی، تر ډيره يې په سختو حالاتو کي لوبډله تر بريا رسولې،د زړورتيا مثال او د کريکټ ماسټر دی.
ويرات د کريکټ ۳ واړه فارمټونو ته جوړ لوبغاړی دی، د ځانګړو تخنيکونو خاوند دی،او د منډو اوسط يې د کريکټ په ټولو اړخونو کي تر ۵۰ لوړ دی.
د کريک انفو له لوري د غوره لوبغاړي نوم ويرات کوهلي ته ورکول سو،خو دويم مقام سټيوسميت او دريم مقام اې بي ډيولرز ته ورکړل سوی.
د ښځينه نړيوال کريکټ نړۍ هم خورا جالبه ده.
د کريکټ په هر فارمټ کي بيلابيل قوي کريکټراني لري چي په نړيواله سطحه يې ډيری د کريکټ مينوال پيژني او خوښوي يې.
د کريک انفو له لوري د تيري لسيزي غوره کريکټره اسټرالياوۍ الراونډره ايلاز پيري نومول سوې.

که څه هم مګ لانينګ د تيري لسيزي غوره توپوهونکې ده خو پيري ته بيا د الراونډرۍ له خاطره دا وياړ ورپه برخه سو.
هندوستانۍ ميتالي راج چي په يو ورځنيو لوبو کي تر نورو ټولو ښځينه کريکټرانو ډيري منډي لري تر ايلايز پيري او مګ لانينګ وروسته دريم مقام لري.