ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري ډير بهترين کريکټران د نړيوال کريکټ څخه تقاعد سول.
په تيره لسيزه کي لسګونو لوبغاړو خپل تقاعد اعلان کړ خو په دوی کي د ګوتو په شمار يې نه هيريدونکي دي.
د سوپرټس کيدا ورزشي ويب پاني هغه ۱۱ کسيزه لوبډله اعلان کړې چي ددوی په باور په تيره لسيزه کي د مهمو لوبغاړو څخه وه خو تقاعد سوه.
په دوی کي شايد داسي کريکټر نه وي چي د کريکټ مينوال يې نه پيژني.
زه باوري تاسو به هم ددوی له توپوهني او توپ اچووني متاثره ياست.
دا ۱۱ کسيزه لوبډله په لاندي ډول ده.
۱_ سريلانکايی لوبغاړی سانات جياسوريا
۲_ هندی کريکټر سچن ټنډولکر
۳_ اسټرالياوی لوبډلمشر ريکي پونټينګ
۴_ سريلانکايی ويکټ ساتونکی کمار سنګکارا
۵_ د سويلي افريقا لوبډلمشر ابراهيم بنجامين ډيويلرز
۶_ هندی الراونډر يوراج سينګ
۷_ سويلي افريقايی جق کاليس
۸_ پاکستانی لوبډلمشر شاهد افريدی
۹_ هندی توپ اچوونکی زهيرخان
۱۰_ انګلينډی توپ اچوونکی بريټ لي
۱۱_سريلانکايی موتيا موراليدرن
يوسف پټان،شين واټسن،موني مورکل،يونس خان، برينډن مکلم،کيوين پيټرسن او ځيني نور لوبغاړي هم په تيره لسيزه کي د نړيوال کريکټ څخه تقاعد سوه، همدارنګه کريس ګيل او مهندراسينګ ډهوني هم تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وروسته د نړيوال کريکټ څخه د تقاعد ژمنه کړې وه خو ددوی پريکړي راتلونکي لسيزي ته پاته سوې.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ