د ترکیې کنفرانس؛ ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې

د استانبول کنفرانس د ځنډېدو په اړه د کنفرانس د ترسره کوونکو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو د برابرېدو په پار له ښکېلو لوریو سره تر پراخو مشورو وروسته ځنډېدلې ده.

په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقه شوې چې کنفرانس وروسته نیټې ته وځنډول شي، تر څو شرایط ښو پر مختګونو ته برابر شي.

اعلامیې زیاته کړې چې ترکیه، قطر او ملګري ملتونه به په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی.

د هغه په خبره ستونزې ددغه کنفرانس د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه کنفرانس ترسره شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی که رد کړی، خو ټینګار یې کړی چې کنفرانس به تر روژې وروسته د ښکېلو اړخونو له ګډون جوړېږي.

تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ترکیې کنفرانس د اپرېل په لسمه ترسره شي، خو وروسته بیا دا نېټه ان د همدې میاشتې څلورویشتمې ته وځنډول شوه اوس ټاکل شوې چې د ترکیې ناسته تر روژې وروسته ترسره شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویلي، چې د هغو کسانو نوملړ به ژر اعلان شي، چې په ترکیه د جوړېدونکې ناستې لپاره چمتو شوی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د ویاند ‘فریدون خوځون’ په خبره، چې افغان دولت د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې لپاره بشپړ تیاری نیولی او په دې ناسته کې د ګډون‌کوونکو کسانو نوملړ چمتو شوی دی.

فریدون زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه په دې ناسته کې د ګډون لپاره د تیاري خبر نه دی ورکړی.

بلخوا طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه

اخلي.