مارچ 6, 2021

د بېګ باش لیګ په ۴ مه لوبه کې قېس احمد د لوبې غوره لوبغاړی شو.

Advertisements

د اسټرالیا بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د پنځه افغان لوبغاړو په اخېستلو سره پیل شو. دې لیګ کې قېس احمد، مجیب الرحمن، ظاهرخان پکتین، محمدنبي عیسی خېل او راشدخان اخېستل شوي دي.
لومړۍ لوبه چې د برېسبېن هیټ او سېډني تندر لوبډلو ترمنځ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه ترسره شوه، پکې برېسبین هیټ لوبډلې ماته وخوړه، په دې لوبه کې ظاهرخان په ۴ اورونوکې ۲۷ منډې ورکړې او په کومه وېکټ اخېستلو بریالی نشو.
د قېس احمد غوره لوبه او د غوره لوبغاړي جایزه!
د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۲۰ مه نېټه د بېګ باش لیګ ۴ مه لوبه د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې چې قېس احمد ورسره لوبېږي له سېډني سېکسرز لوبډلې سره ترسره کړه.
هوبرټ لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ډارسي شارټ د ۵۱ منډو په مرسته ۱۲۹ منډې وکړې.
شین اباټ د سېکسرز لوبډلې لپاره ۳ وېکټې واخېستې.
سېډني سېکسرز لوبډله د چېسېنګ پر مهال افغان شل کلن لېګ برېک بالر قېس احمد له بشپړو ستونزو سره مخ کړه.
قېس احمد په دې لوبه کې په ۴ اورونوکې ۱۲ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخېستې، هغه په هر اوور کې په اوسط ډول درې منډې ورکړې او په اوسط شکل یې هر اوور کې وېکټ ترلاسه کړه.
نوموړي د خپلې توپ اچونې په دویم اوور کې ۲ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول، په مجموعاَ کې د هغه د وېکټو شمېر په دې لوبه کې پنځو ته رسېږي.
دوه لوبغاړي یې بولډ اوټ کړل، له یو څخه یې کېچ وکيښ، یو یې سټمپ اوټ کړ او یو لوبغاړی یې په یواځې ځان رن اوټ کړ، چې په دې ډول څلور وېکټې یې په بالېنګ پسې ولېکل شوې او یوه وېکټ یې رن اوټ کړه.
د دوی لوبډلې هوبرټ په ۲۹ منډو بری خپل کړ او قېس احمد د لوبې غوره لوبغاړی شو.
جمعه غرمه دولس بجې او ۴۰ دقیقې د ظاهرخان دې لوبډلې برېسبېن هیټ او مېلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شوې وه.
ظاهرخان په برېسبېن هیټ لوبډله کې لوبېږي او مجیب الرحمن هم په همدې لوبډله کې اخېستل شوی؛ خو مجیب الرحمن اوس په بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې بوخت دی او وزګارېدو وروسته به اسټرالیا ته ورسېږي.

ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : روغه سټه

Advertisements مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل ... نور ولولئ