د بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ اتلولي سېډني سېکسرز وګټله.

د بېګ باش سوداګریز کرکټ لیګ نهم پړاو د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوی و، د شنبې په ورځ د یوې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
پایلوبه ته مېلبورن سټارز او سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې وتلې وې، چې پایلوبه د باران له امله ۱۲ اورونو ته راښکته شوه.
پایلوبه کې سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې د جاش فېلېپي د ۵۲ منډو په مرسته مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې ته ۱۱۷ منډې هدف ورکړ.
مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې په ۱۲ اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۷ منډې وکړې او اتلولي ترې سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې په ۱۹ منډو وګټله او د دویم ځل لپاره د بېګ باش لیګ په تاریخ کې اتله شوه.
د لوبې غوره لوبغاړی جاش فېلېپي وپېژندل شو.
د بېګ باش کرکټ لیګ نهه پړاوونه او ګټونکې لوبډلې یې

دا لیګ په ۲۰۱۱ او ۱۲ م کلونو کې تاسیس شو، چې لومړی پړاو په همدې کلونو کې ترسره شوه، د یاد کرکټ لیګ لومړی پړاو سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې له پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې په ۷ وېکټو ګټلی و او لومړي ځل لپاره اتله شوه.
دویم پړاو یې په ۲۰۱۲ او ۱۳ م کلونو کې ترسره شو، چې برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې پایلوبه له پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې وګټله او اتلولي هم برېسبين هیټ کرکټ لوبډلې په ۳۴ منډو اتلولي ترلاسه کړه.
درېیم پړاو په ۲۰۱۳ او ۱۴ م کلونو کې ترسره شو، چې پایلوبه کې پېرت سکارچرز، هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه او اتلولي سکارچرز لوبډلې واخېسته.
څلورم پړاو په ۲۰۱۴ او ۱۵ م کلونو کې ترسره شو، چې پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې له سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې پایلوبه وګټله او اتلولي پېرت سکارچرز د څلورو وېکټو په توپیر سره واخېسته.
پنځم پړاو یې په ۲۰۱۵ او ۱۶ م کلونو کې ترسره شو، چې اتلولي یې سېډني تندر لوبډلې واخېسته او پایلوبه کې مېلبورن سټارز کرکټ لوبډله په ۳ وېکټو د سېډني تندر لوبډلې لخوا ماته کړل شوه.
شپږم پړاو یې په ۲۰۱۶ او ۱۷ م کلونو کې وشو، چې پېرت سکارچرز کرکټ لوبډلې پایلوبه کې سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماته ورکړې وه او اتلولي پېرت سکارچرز اخېستې وه.
اووم پړاو یې په ۲۰۱۷ او ۱۸ م کلونو کې پای ته ورسېد، چې اتلولي یې اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې واخېسته او پایلوبه کې یې هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه.
اتم پړاو بېګ باش کرکټ لیګ په ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو کې ترسره شوه، چې اتلولي یې مېلبورن رېنېګېډز کرکټ لوبډلې په ۱۹ منډو له مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې وګټله.
او نهم پړاو یې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو کې یې ترسره شو، چې د لوبې باراني اصولو له مخې لوبه ۱۲ اورونوته راښکته او سېډني سېکسرز کرکټ لوبډلې پایلوبه کې مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې ته په ۱۹ منډو ماته ورکړه او اتلولي د دویم ځل لپاره سېډني سېکسرز واخېسته.
د بېګ باش لیګ اتلولي درې ځلې پېرت سکارچرز، دوه ځلې سېډني سېکسرز، یو ځل اډیلایډ سټرایکرز، یو ځل مېلبورن رېنېګېډز، یو ځل برېسبېن هیټ، یو ځل اډیلایډ سټرایکرز او یو ځل سېډني تندر لوبډلې ګټلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب