د بګرام اډې ځينې برخې د خلکو له خوا لوټل شوې

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډې ځینې برخې لوټل شوې دي.

د بګرام ولسوال لالا شېرین رووفي ویلي، چې له دغې اډې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د سیمې یو شمېر خلک یاد میدان ته دننه شوي او ځيني وسایل یې وړي دي، خو امنیتي ځواکونو د هغو مخه نیولې او د دې موضوع په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

د بګرام ولسوال په دې اړه چې خلکو څومره وسایل او توکي وړي دي څه نه دي ویلي.

د ولسوال په وینا، امریکايي ځواکونو افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته یاده پوځي اډه پرېیښې او وتلي دي.

په عین حال کې په پروان کې د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان عبدالحمید ترین وايي، چې د ترخیص شوو ۱۵۰۰ کسانو د جلب او جذب پروسه له څه مودې راهیسې پیل شوې او ټاکل شوې په څو ورځو کې د دغه میدان مسوولیت یوه اووه کسیز کنډک ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه دفاع وزارت ته وسپارل شوه.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، چې دغه پوځي اډه پرون افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې وروسته به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه پوځي اډه کې مېشت کیږي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو که څه هم تر دا مهاله افغان ځواکونو ته د بګرام پوځي اډې سپارلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو دوو امریکايي چارواکو سي این این او اسوشېټیډ پرس اژانسونو ته ویلي چې یاده پوځي اډه پرون افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده.

وسله والو طالبانو له بګرام پوځي اډې څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هر کلی کړی او هغه يې یو مثبت ګام بللی دی.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ