د بښنې نړیواله اداره: د یونما ماموریت باید په افغانستان کې وغځول شي

د بښنې نړیواله اداره وایي چې باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي.

ددغه ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي؛ نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده.

ټاکل شوې چې د سپټمبر په اوولسمه په رسمي توګه په افغانستان کې د یونما د ماموریت موده پای ته ورسېږي او په همدې ورځ به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د یاد دفتر د کار د دوام او یا پای په اړه رایه اچوي.

خو په ملګرو ملتونو کې نږدې سرچینې وایي چې غړي هېوادونه به د یاد ماموریت دوام ته رایه ورکړي ځکه افغانان تر بل هر وخت د نړیوالو بنسټونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د ا.ا.ا هڅه کوي د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي.

د ورځپاڼې په خبره، د ا.ا.ا درک کړې ده او پوهېږي چې نړیوال رسمیت څومره مهم دی او څومره ارزښت لري.

د ورځپاڼې په وینا، طالبان شعار ورکوي چې ښځو ته به د اسلام په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړي او نورو بشري حقونو ته به هم درناوی کوي خو نړۍ د دې او د یو شمېر نورو مهمو ژمنو په اړه د طالبانو عمل ته په تمه ده او ګوري چې دغه ډله څومره بدله شوې ده.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه نږدې یوه میاشت په تېرېدو ده خو تر اوسه پورې هیڅ هېواد د ا.ا.ا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د راپور له مخې، ملګري ملتونه او یو شمېر نور هېوادونه لیواله دې چې له ا.ا.ا سره د لوړې کچې اړیکې پرانېزي خو شرط یې دا دی چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

وروستي مطالب