د بويولو/ شامعې حس له لاسه ورکول، د مغز د تخريب مانا ورکوي

ژباړه

د اکسفورډ پوهنتون پوهانو په دې اړه چې ولې په کورونا وايروس اخته ناورغان د بويولو حس له لاسه ورکوي، نظر وړاندې کړ.

د اکسفورډ پوهنتون موندلې چې، د کوويډ-١٩ ناروغۍ په دوران کې د بويولو حس له منځه تلل، د مغز د خاکستري/ خړ رنګه مادې له منځه تلل دي.
ليکوالانو د ٣٩٤ کسانو د معايناتو راپورونه، چې د ٢٠٢٠ د اکټوبر بيا د ٢٠٢١ د جون پورې په کورونا اخته شوي وو او له ناروغۍ وروسته، د مغز MRI شول، تجزيه او تحليل کړل. د دوى د معايناتو پايلې د يوې بلې د کنټرول لاندې ٣٨٨ کسيزې ډلې چې کورونا نه لرله، پرتله کړل. په دې اړه نور لاملونه لکه جنسيت، عمر، مليت، د بدن د BMI اندازه او د وينې فشار هم په پام کې ونيول.

څېړونکو وويل:
” موږ د مغر د خړ رنګه مادې له لاسه ورکول د مغز د ليمبيک پوړ ساحه کې، چې د لومړني بويولو او څکلو حس سره مستقيمه اړيکه لري، وموندل.”

په سالمه مطالعه کې په ګډونوالو کې هېڅ ډول ستونزه ونه ليدل شوه.

د ترلاسه شويو پايلو د ازمايښت لپاره، مختصصينو د بستر داخل ناروغانو راپورونه د په کور ناست د کوويډ-١٩ ناروغانو سره پرتله کړل- خو د پام وړ توپير ونه ليدل شو. هماغه وخت، هغه کسان چې په روغتون کې وو، د مغز په سينګولات برخه، د اميګدالا مرکزي هستې او هېپوکامپ ساحه کې د خړ رنګه مادې زيات کمښت درلود. دغه ټولې برخې د حافظې او د احساساتو په جوړښت کې هم مله وي.

څېړونکي سپارښتنه کوي، چې د کورونا وايروس څخه بچ کسان دې هم پر وخت معاينات نه هېروي، ځکه په خفيف حالت کې هم، انتان کولاى شي مغزي زيان تحريک کړي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ