د بورډ پخوانی مشر: کرکیټ بورډ او ملي لوبډله اوس سیاسي شوي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ پخواني رئیس نسیم الله دانش له امریکا ږغ آشنا راډیو سره په یوې ځانګړې ورزشي خپرونه کي ویلي، چي کرکیټ بورډ او ملي لوبدله اوس په سیاست کي ښکېل ده، نو په همدې موخه د پرمختګ پر ځای شاتګ کوي.
دانش وايي د کرکیټ بورډ اوسني مشران ټول سیاسي دي، نو دوی هیڅ وخت د افغانستان کرکیټ بورډ سره لازمه مرسته نشي کولای.
هغه ویلي:

« اوس بورډ ټوله سیاسي دی. که هغه عاطف مشعل دی، که ضیاالحق امرخېل دی دا ټول سیاسي خلګ دي او هیڅ وخت د افغانستان کرکیټ بورډ سره مرسته نه کوي. ترڅو چي کرکټ او سیاست سره جلا نشي د کرکټ سره د خلکو مینه بیرته نه را ژوندۍ کیږي.»

ښاغلی دانش وايي اوس د افغان کرکیټ ملي لوبډلي ټول لوبغاړي خودسرانه کار کوي دوی فکر کوي، چي موږ وغواړو مشر تبدیل کړو بدلولای شو.
هغه وايي د افغان کرکیټ بورډ مشران باید ټولو ملي لوبغاړو ته دا ذهنیت ورکړي، چي څنګه له سیاست او سیاسي کسانو څخه لیري اوسي.
د کرکیټ بورډ یاد پخواني مشر په خپلو خبرو کي وویل، چي له غزیزالله فضلي پرته بل هیڅ د کرکیټ بورډ مشر د کرکیټ په تخنیک نه پوهیدی او نه هم پوهیږي.
سمیع الله دانش زیاته کړه.

« تراوسه دا معلومه نشوه چي د بورډ ریسان په کوم جرم لیري شول او چا لیري کړل. د کرکیټ بورډ په مشرانو کي باید بدلون ژر رانشي. له عزیز الله فضلي پرته بل هیڅ د کرکیټ بورډ مشر د کرکیټ په تخنیک پوره نه پوهیږي.»

دانش له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، چي په کرکیټ بورډ کي وړ کسان په کار وګماري، تر څو افغانستان کي کرکیټ وده وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

by عاقله اسد in افغانستان

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ... نور ولولئ