مارچ 8, 2021

د بهسود ولسوالۍ د پیښې د څېړلو په موخه یو پلاوی میدان وردګ ته ورسېد

Advertisements

د افغانستان د ملي امنیت شورا د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا، سیمه ییزو ارګانونو او ملي امنیت ادارو یو ګډ پلاوی د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ ته تللی او په دغه ولسوالۍ کې وروستۍ رامنځ ته شوې پېښه په هر اړخیزه توګه ارزوي.
په دغه ولسوالۍ کې د علي پور غیر مسوولو او ناقانونه وسله والو د افغان حکومت پر پوځ برید کړی دی چې له امله یې اوږده نښته رامنځ ته شوې او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي امنیت شورا ویلي، یو باصلاحیته حکومتي پلاوی د بهسود ولسوالۍ د پېښې ارزونې په موخه میدان وردګ ته رسېدلی.
د ملي امنیت شورا نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یو باصلاحیته حکومتي پلاوی د بهسود ولسوالۍ په حصه اول سیمه کې د رامنځته شوې پېښې د څرنګوالي د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغه پلاوي مشري د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ډګر جنرال عبادالله عباد کوي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال، د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي، په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د دغه ولایت مخور هم ددې پلاوي غړیتوب لري.
میدان وردک ته د یاد پلاوي د سفر موخه ددې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې ارزونه بلل شوې ده.
د ملي امنیت شورا وايي، د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د نښتې له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټاکل شوی پلاوی به یې هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د راپورونو له مخې د تېرې جمعې په ورځ د میدان وردګو د بهسود ولسوالۍ په حصه اول سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د علي پور د ملېشو ترمنځ نښته شوې چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ځايي خلکو په وینا، امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي دي او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال یو شمېر سرچینې وايي چې لومړی په یاده سیمه کې د زورواکي علیپور ملیشو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخامخ شول.
ویل کېږي په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې چې ګوندې امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي بې بنسټه بولي او وايي چې یاد کسان عام وګړي نه، بلکې د عبدالغني علي پور په نوم د یوه زورواکي ملیشې دي چې د حکومت خلاف کارونه کوي.
علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی چې له کلونو راهیسې د افغانستان په مرکزي سیمو کې فعالیت کوي او وخت ناوخت د خلکو په ځورونه او تښتونه هم تورن شوی دی.
هغه په ۲۰۱۸ز کال کې افغان ځواکونو ونیو خو د ولسمشر دویم مرستیال د یو لړ ضمانتونو تر اخیستلو وروسته بېرته خوشی کړ چې اوس بیا ځلې حکومت ته په ستره ستونزه بدل شوی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ