د بهرنیو هېوادونو ګډه اعلامیه: طالبان باید په دې اختر کې د تل لپاره وسله پر ځمکه کېږدي

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د درولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د اختر د را رسېدو په مناسبت خپله وسله د تل لپاره پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

دغه اعلامیه چې د امریکا، اروپايي ټولنې، فنلنډ، جنوبي کوریا، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناټو سازمان، اسپانیا او سویډن له لوري په ګډه خپره شوې له طالبانو او افغان حکومت غواړي چې جګړه ودروي او اوربند وکړي.

اعلامیه وړاندې لیکي طالبان ځانونه سولې ته ژمن بولي، خو هغه څه چې په عمل کې روان دي ددغه ډلې له څرګندونو سره کاملا په ټکر کې دي.

دوی ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د روانې جګړې کلک مخالفت کوي ځکه په دې جګړه کې ټول زیانونه ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته اوړي چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې یې له جدي خطر سره مخ کړې دي.

په دې ګده اعلامیه کې د طالبانو جګړې او ددوی تر کنټرول لاندې سیمو کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی او ټولو اړخونو ویلي چې افغانان له جګړو ستړي دي نو طالبان باید ارو مرو نړیوالو ته ثابته کړي چې د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي بلکې ددې غوښتونکي دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

د یادو هېوادونو سفیرانو ټينګار کړی چې طالبان باید په دې اختر کې د تل لپاره خپله وسله پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې دې سوله ییز ژوند غوره کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د دوه ورځنیو بین الافغاني خبرو څخه د پایلې په توګه ګډه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې،د سولې خبرې به چټکې کیږي، جګړه د حل لار نه ده، دواړه لوري به د ملکي تلفاتو مخنیوکوي او ملي شتمنیو او عامه تاسیساتو ته به زیان نه رسوي، د اعلامیې په آخر کې راغلي چې د کرونا وبا مخنیوي په موخه به کرونا ځپلو ناروغانو ته په ټول هیواد کې د اړتیا وړ درملو او واکسین ویش پر وړاندې خنډ نه جوړیږي او مرسته به کیږي.

وروستي مطالب