سپورټ

د بنګلور د مخکې تګ هیلې ژوندۍ پاتې شوې؛ خو نورو لوبډلو ته یې د خطر زنګ ووهه

د هندوستان یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۵۱ لوبه کې رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو «پلی اف» ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتلې.

 په سیالۍ کې دواړه لوبډلې د بنګلور په چینسوامې نړیوال لوبغالي کې مخ شوې، چې پکې بنګلور لوبډلې د افریقايي «اي بي ډيویلیرز» د ۶۹، انګلستاني «معین علي» د ۶۵ او نیوزیلینډي «کولین ډیګرین هوم» د ۴۰ چټکو منډو جوړلو سره د حیدر اباد لوبډلې ته د لوبې به ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.

 د حیدر اباد لخوا افغان لوبغاړي راشد خان د هندي «ویرات کوهلي» افریقايي «اي بي ډيویلیرز» او انګلستاني «معین علي» د برید کونکو منډو مخه ډپ کړه او په سیالۍ کې یې درې واړه پیاوړي لوبغاړي د میدان څخه رخصت کړل.

حیدر اباد لوبډلې د بنګلور خلاف ځوابي لوبه د لوبډلمشر کین ویلیمسن او هندي منیش پانډي د بې رحمه توپ وهونې سره تر وروستیو ورسوله، خو د بریا خپلولو کې پاتې راغلل.

د بنګلور لخوا د تعین شوي هدف په ځواب کې د حیدر اباد لوبډلې ۲۰۴ منډې جوړې کړې، چې پکې د لوبډلمشر کین ویلیمسن ۸۱ او منیش پانډي ناسوځیدلې ۶۲ منډې شاملې وې.

د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې په خپلې دې مهمې بریا خپلولو سره د جدول ۵ مه کرښه خپله کړه او ۴ نورو لوبډلو پنجاب، راجستان، کلکتې او ممبيي انډینز ته یې د مخکې تګ لپاره د خطر زنګ ووهه.

بنګلور لوبډله د لمړي راونډ په وروستۍ لوبه کې د راجستان رایلز خلاف مخ کیدونکې ده، چې په هغې لوبه کې د لوړ توپير سره د بریا په خپلولو دویم پړاو ته رسیدلی شي.

 د یادونې وړ ده، چې د سنرایزرز حیدر اباد او چینايي سوپر کینګز لوبډلې لا د وړاندې دویم پړاو ته رسیدلې دې، خو لا هم دوه نورې لوبډلې دغه ځای ته ورتګ هیلې لري، چې پکې پنجاب، ممبيي، کلکته او بنګلور اوس سر سختې سیالې دي.

د یولسم پړاو ۵۲ مه لوبه کې به سبا ورځ د چینايي سوپر کینګز لوبډله د لیګ څخه د بهر شوې ‌ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.

د واړو لوبډلو ترمنځ سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو سره پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی