د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په هندوستان کې د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالو لړۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بریاوو سره پای ته ورسیده.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۳ شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې، چې پکې بنګله دیش د افغان لوبډلې خلاف په هیڅ کومه یوه کې بریا خپله نکړه.
د سیالیو وړاندي بنګله دیشیو لوبغاړو د افغان لوبډلې د سپین بالینګ په اړه اندیښنې ښودلې وې، چې په حقیقت بدلې شوې.
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکي مشفیق الرحیم او لوبډلمشر شاکیب الحسن ویلي و، د افغان لوبډلې د سپین خلاف به ورته په سیالیو کې د بریاوو خپلولو اسانه نه وي، چې هماغه شان وشول.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش خلاف په لمړۍ سیالۍ کې د ۴۵ منډو، دویمه کې د ۶ ویکټو په درلودلو او په وروستۍ دریمه سیالۍ کې د یوې منډې په توپیر سره ماتې وخوړه.
په وروستۍ دریمې سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره افغان کرکټ ملي لوبډلې نه یوازې د بنګله دیش خلاف د سیرز بریاوې خپلې کړې؛ بلکې د لمړي ځل لپاره یې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په خپل کوربه توب سره د ۰ مقابل کې د ټولو لوبو ګټل یا کلین سویپ ورکړ.
که څه هم افغان لوبډله په روان ټورنمنټ کې د تیز بالینګ له اړخه خورا کمزورې وه، خو د سپین یا سوکه توپ اچونې له کبله یې بنګله دیشۍ لوبډله د بریاوو خپلولو ته پرینښوده.
راشد خان په سیریز کې د ۸ ویکټو په ترلاسه کولو سره د سیریز د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه، خو سمیع الله شینواری په درې لوبو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو سره د سیریز مخکښ توپ وهونکی وشمیرل شو.
افغانستان د بنګله دیش خلاف د ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز پای ته ورسو، خو د روانې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره د خپل تاریخي ټیسټ کرکټ پیل کوي، چې ورته لوبډله اوسني حالت ته په کتو ډاډمنه بریښي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ