د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر؛ ناکامې لوبې خواشینی کړی یم

رنګین تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
د بنګله دېش د کرکټ بورډ مشر یا رئیس نظم الحسن ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې د لوبډلې کمزورې لوبې ټکان راکړی او ستره ضربه یې را رسولې ده.
بنګله دېش اوس غواړي چې لوبه وساتي او بریا خپله کړي، بنګله دېشۍ لوبډله اوس یواځېنۍ هیله شکېب الحسن ته لري، شکېب الحسن د پنځمې ورځې تر نیمایي پورې د سپټمبر تر ۹ مې نېټې پورې په ۴۴ منډو ناټ اوټ لوبېده، ورسره وروستۍ بېټېنګ جوړه سومیا سرکار دی، له دې وروسته بیا خبره بالرانو ته وځي.

د بنګله دېشي کرکټ بورډ مشر نظم الحسن رسنیو ته ویلي « که چېرته د ښې لوبې خبره شي، زه د غوره لوبې جایزه افغانستان ته ورکوم».
هغه زیاتوي تر څلورمې ورځې پورې پلانونه وو؛ خو پلانونه په درست ډول نه تطبیق کېدل، ما په څلورمه ورځ ټوله لوبډله راوغوښته، د لوبډلې روزونکي اکرم ته مې وویل، چې تاسې منظم نه یاست.
نوموړي خپله وېنا په دې غزولې، چې افغان لوبغاړو لکه د ټېسټ لوبغاړو په څېر توپ وهنه وکړه.

د بنګله دېشي بورډ مشر د ټېسټ لوبې توپ وهنې ته اشاره کړې، هغه په لېټن ډاس او مامېن الحق انتقاد کړی دی، دوی دواړه د بنګله دېش لپاره د ټېسټ لوبې ماهرین دي، دوی باید له نیمه سلیزې وروسته بد شاټ نه وای لوبولی.
که وګورو په رښتیا هم افغان لوبډلې د بنګله دېش خلاف یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې داسې لوبه وکړه، چې هم یې د توپ وهنې برخه کې بنګله دېش متاثره کړ او هم یې د توپ اچونې برخه کې بنګله دېش تر فشار لاندې راوستی دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.