سپورټ کرکټ

د بنګله دېش په سوداګریزو لوبو کې څلور لوبډلې پایلوبې ته د تګ کوښښ کوي.

د بنګله دېش سوداګریزې کرکټ لوبو اووم پړاو چې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷ مه پای ته رسېږي.

په دغو لوبو کې له اووه لوبډلو ۳ لوبډلې له سیالیو بهر شوې او څلور نورې لوبډلې تر محوه کوونکو یا ایلیمېنېټر او کوالیقایر سیالیو ته رسېدلي دي.

سېلهیټ تندر، کومېلا واري یرز او رنګپور رېنجرز لوبډلې له سیالیو بهر شوي دي.

کولنا ټایګرز، راج شاهي رایلز، چټوګرام چلېنجرز او ډاکه پلاټون لوبډلې بیا مهمو سیالیو کې لوبېدونکې دي.

په دغو لوبو کې شفیق الله شفق، نوین الحق، حضرت الله ځاځی، مجیب الرحمن، محمدنبي عیسی خېل، رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدران ولوبېدل.

څلور لوبډلې او پایلوبې ته د تګ هڅې یې؛

د دوشنبې غرمه دولس بجې د جنوري په ۱۳ مه چټوګرام چلېنجرز لوبډله د ډاکه پلاټون پر وړاندې حذف کوونکې یا ایلیمېنېټر لوبه کوي، په دې لوبه کې، چې هره لوبډله لوبه وګټي، پایلوبې ته نه ځي، بلکې د کوالیفایر لوبې لوبډلو بایلونکې لوبډلې سره لوبه کوي، خو د لومړۍ لوبې بایلونکې لوبډله له سیالیو بهر کېږي.

یعنې که چټوګرام چلېنجرز لوبډله لوبه وبایلي له سیالیو بهر کېږي او که ډاګه یې وبایلي هغه هم بهر کېږي.

دوه یمه لوبه چې کوالیفایر لوبه ده، پکې راج شاهي رویالز لوبډله د کولنا ټایګرز پر وړاندې لوبه کوي.

په دې لوبه کې چې هره لوبډله لوبه وګټي، پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله بیا د لومړۍ لوبې ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي، بیا چې هره لوبډله لوبه وګټي، پایلوبې ته ځي.

د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷ مه یې پایلوبه کېږي.

تېر کال د دې لوبو پایلوبه کومېلا لوبډلې ګټلې وه او سږ کال له سیالیو بهر شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې