سپورټ نړیوال کرکټ

د بنګله دېش سوداګریز لیګ د ډسمبر په ۱۱ مه نېټه پیلیږي.

ليکنه: سمیع الله درانی

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي ایل اووم پړاو ۹ ورځې وروسته د ۷ لوبډلو په ګډون پیلېږي.

دې لیګ کې سږ کال اووه افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي، کومېلا وریئرز لوبډله کې مجیب الرحمن، کولنا ټایګرز لوبډله کې نجیب الله ځدران او رحمان الله ګُربز، راجستان رویالز لوبډله کې حضرت الله ځاځی، رنګپور رېنجرز لوبډله کې محمدنبي عیسی خېل، شفیق الله شفق او نوین الحق بیا سېلهېټ تندر لوبډله کې پېرل شوي دي.

مخکې اوازې وې، چې دا لیګ به د ډېسمبر په ۶ مه نېټه پېل شي او یوولسم جنوري به پای ته ورسېږي، خو لوبې پنځه ورځې وځنډېدې او په یوولسم ډېسمبر به پیل شي.

د ویکي پېډیا وېب پاڼې د خبر په حواله د پرانېستې مراسم به یې د ډېسمبر په اتمه نېټه ترسره شي.

د اووه لوبډلو نومونه

چټوګرام چلېنجرز، کومېلا وریئرز، ډاکه پلاټون، کولنا ټایګرز، راج شاهي رویالز، رنګپور رېنجرز او سېلهِټ تندر لوبډلې سږکال لوبېږي.

د بنګلادېش کرکټ بورډ په وېنا دا لیګ به شا او خوا ۳۸ ورځې دوام وکړي، چې ټولې به پکې ۴۶ لوبې وشي.

کامېلا وېکټورینز لوبډلې ۲۰۱۹ م کال کې د دې سیالیو اتلولي وګټله، دې لوبډلې دوه ځلې اتلولي ګټلې ده.

۲۰۱۷ م کال کې ډاکه ډاینامېټس لوبډلې اتلولي ګټلې وه، دې لوبډلې درې ځلې د بنګله دېش سوداګریز لیګ اتلولي ګټلې ده.

تېر کال هم په دې لیګ کې یو شمېر افغان لوبغاړي اخېستل شوي او لوبېدلي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی