سپورټ نړیوال کرکټ

د بنګله دېش خلاف پایلوبه کې د راشدخان ګډون شکي دی.

سمیع الله درانی

افغان لوبډله له بنګله دېش سره د سه شنبې په مازیګر د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه کوي. دا لوبه به د مازیګر په ۵ بجو پیل شي.

تر دې وړاندې د شنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه افغانستان له بنګله دېش څخه ماته وخوړه، په هغې لوبه کې راشدخان هڅه وکړه، چې د شکېب الحسن توپ فیلډ کړي او په شارټ کور لوري کې د دوهمې منډې مخنیوی وکړي؛ خو توپ پسې یې د منډې پرمهال پښه کې رګ واوښت او ژوبل شو.

د کرکټ په اصطلاح دې ډول ټپي کېدو ته هېم سټرېنګ وایي، راشدخان له هغې وروسته له لوبې کېنول شو او وروسته بیا توپ اچونې ته راښکته شو.

راشدخان چې تازه ۲۱ کلن شوی، د افغان لوبډلې لوبډلمشري یې هم په غاړه ده، هغه په تېره لوبه کې له بنګله دېش څخه محمدالله او عفیف حسېن وسوځول؛ خو په اتلسم اوور کې یې اتلس منډې ورکړې او لوبه د بنګله دېش په واک کې شوه.

په ده شکېب الحسن، چې د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، دوه څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.

بنګله دېش په نوولسم اوور کې لوبه وګټله او افغان لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه، چې شکېب الحسن پکې په ۷۰ منډو ناسوځېدلی ووت.

اوس د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وېب پاڼه لیکلي، چې د راشدخان ګډون د سه شنبې ورځې پایلوبه کې شکي دی، علت یې دا دی، چې ښایي د هغه روغتیا اوس هم سمه نه ده.

بل پلو له ۲۰۱۴ م کال راهیسې تر ۲۰۱۹ م کال پورې بنګله دېش، افغانستان ته په شل اوریزو لوبو کې ماته نه وه ورکړې؛ خو د شنبې په ورځ یې یوه شل اوریزه لوبه وګټله.

په پنځه شل اوریزو لوبو کې یوه بنګله دېش او څلور افغانستان ګټلي دي، شپږمه لوبه خورا مهمه ده، ځکه چې د درې اړخیز سیریز پایلوبه ده او اتلولي یې د ګټونکي هېواد لپاره یوه کارنامه هم ده.

راشدخان په شل اوریزو لوبو کې لا هم لومړی نمبر بالر دی، د کرکټ ملي لوبډلې د رسنیو برخې مسئول نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ویلي، چې راتلونکو دوه ورځو کې به د هغه د روغتیا په اړه معلومات وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی