سپورټ

د بنګله دیش ښځینه کرکټ لوبغاړې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شوه

د بنګله دېش هېواد امنیتي مسؤلین ادعا کوي چې د دغه هېواد یوه ښځینه کرکټ لوبغاړې یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولې.

دوی وایي، دغه کرکټ لوبغاړې له ځانه سره په زر ګونه نشه یي ګولۍ لېږدولې چې د پولیسو لخوا نیول شوې.

په دې هېواد کې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو له لپاره سزا د عمر قید ښودل شوی او ښایي دغه کرکټ لوبغاړې ته هم د عمر قید سزا ورکړل شي.

دا ښځینه لوبغاړی نذرین خان نومیږي.

دا ډول پېښه په خپل رقم کې لومړۍ ده چې دې د یوه هېواد د کرکټ کوم لوبغاړی یا لوبغاړي د نشه یې توکو د قاچاق په تور ونیول شي.

د بېلابېلو هېوادونو کرکټران په جلا جلا جرمونو بندیان شوي او یا هم پرې د لوبو بندیز لګول شوی، خو دا ډول پېښه چې دې یو کرکټره د نشه یې توکو قاچاق وکړي په خپل رقم کې لومړنۍ ده.

د بنګله دیش حکومت په دې غور کوي چې د نشه یې توکو د قاچاق او استعمال د کمولو په موخه دې نشه توکو قاچاقبرانو ته د عمر قید سزا پر ځای اعدام ورکړل شي، کنه، خو لا تر اوسه داسي نه دي شوي.

رسنۍ وایي دغه ښځېنې کرکټرې ۱۴ زره نشه یې ګولۍ له ځانه سره لیږدولي چې د پولیسو تر نظر لاندې راغله.

د ډهاکا پریمیرلیک په لومړی درجه سیالیو کې لوبېدونکي نذرین خان د لوبې وروسته بېرته روانه وه، چې بس موټر یې د پولیسو لخوا درول شوی دی، کله چې نوموړې کرکټره د پولیسو لخوا تلاشي کیږي، نو ورڅخه شاوخوا ۱۴۰۰۰ زره نشه یې ګولۍ راوځي.

د بنګله دیش د ځایي پولیسو مشر پرونوب چوهدري د خبرو له مخې نذرین خان به د نشه یې توکو د قاچاق محکمې ته ورپیژني او زیاتوي چې په دې قضیه کې ممکنه ده چې دغه کرکټرې ته د عمري بند سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې بنګله دیشي لوړ پوړي چارواکي په دې هڅه کې دي چې په خپل هېواد کې د نشه یي توکو قاچاق صفر ته ښکته کړي.

دوی څو ورځې وړاندې په خپل هېواد کې د نشه یي توکو د قاچاق د زیاتوالي له امله سخته اندېښنه ښودلې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی