اپریل 20, 2021

د بنګلديش کريکټ ليګ پايته ورسيدی.

ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش کريکټ ليګ پايلوبه د راجشاهي رويالز او خولنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
پايلوبه کي خولنا ټايګرز لوبډلي نجيب الله ځدران ته هم چانس ورکړی وو خو يوازي ۴ منډي يې وکړې.
د لوبي پچه خولنا ټايګرز وګټله او راجشاهي رويالز لوبډلي ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
راجشاهي لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي په ۴ ويکټو ۱۷۰ منډي وکړې.

عرفان شکور ۵۲، محمدنواز ۴۱، انډري رسل ۲۷ او ليټن ډاس ۲۵ منډي وکړې.
د ټايګرز لپاره محمدعامر ۲، همدارنګه شاهدالاسلام او فريلينک يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
خولنا ټايګرر لوبډلي د ۱۷۱ منډو هدف لپاره ښه پيل ونکړ او دواړه پيلوونکي توپوهونکي يې په ۲ منډو کي دلاسه ورکړه.
تر ټولو ډيري منډي ورته شمس الرحمن ۵۲، ريلي رسو ۳۷ او مشفيق الرحيم ۲۱ وکړې.
د رويالز لپاره اسلام ربي،انډري رسل او محمدعرفان دوې دوې، همدارنګه ابوجايد او محمد نواز يوه يوه ويکټه واخيسته.
راجشاهي رويالز لوبډلي د ۲۱ منډو په توپير خولنا ټايګرز لوبډلي ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.

د پايلوبي او ليګ د غوره لوبغاړي جايزه انډري رسل ته ورکړل سوه.