ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش کريکټ پريمرليګ ( BPL ) بولۍ تيره شپه ترسره سوه.
ددې ليګ لپاره د ۷ لوبډلو له لوري چي ۴۳۹ بهرني او ۱۸۱ کورني کريکټ لوبغاړي ورته وړاندي سوي وه بيلابیل لوبغاړي د بيلابيلو لوبډلو له لوري رانيول سوه.
دې بولۍ ته ډير افغان لوبغاړي وړاندي سوي وه چي ۷ لوبغاړي د بيلابيلو لوبډلو له لوري واخيستل سوه.
د خولنا ټايګرز لوبډلي له لوري نجيب الله ځدران او رحمان الله ګوربز واخيستل سوه.
د راجشاهي رویالز لوبډلي له لوري حضرت الله ځاځی واخيستل سو.
د رانګپور رنجرز لوبډلي له لوري محمدنبي عيسی خيل واخيستل سو.
کوميلا واريورز لوبډلي بيا مجيب الرحمن واخيستی.
همدارنګه د سیلهيت تندر لوبډلي له لوري شفيق الله شفق او نوين الحق واخيستل سوه.
د بنګلديش پريمرليګ د راتلونکي ډسمبر مياشتي په يوولسمه نيټه پيليږي.
کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی
لیکنه: محمدصابر حمیدي د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ