سپورټ نړیوال کرکټ

د بلاسټ کريکټ سیالیو اوولسم پړاو ایسېکس لوبډلې وګاټه.

سمیع الله درانی

د انګلستان بلاسټ کرکټ سیالۍ چې ۲۰۱۹ م کال د جولای په ۱۸ مه نېټه پیل شوې وې، پرون پای ته ورسېدې.

دې سیالیو کې ۱۸ لوبډلو ګډون کړی و، چې درې لوبډلو کې یې ۳ افغان لوبغاړي، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ولوبېدل.

د دې پړاو په لومړي سر کې د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې لومړۍ وې؛ خو کله چې افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت افغان لوبغاړو لیګ پرېښود؛ نو ورسره جوخت یې لوبډلې هم د ناکامۍ پر لور روانې شوې.

د بلاسټ سیالیو دوه نیمه پایلوبې او یوه پایلوبه د شنبې په ورځ د شپټمبر په ۲۱ مه نېټه ترسره شوې، چې لومړۍ نیمه پایلوبه پکې نټېنګهم شایر او وُرسېسټرشایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې وُرسېسټر شایر، نټېنګهم شایر لوبډلې ته په یوه منډه ماته ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.

دوهمه نيمه پایلوبه د ډېربای شایر او ایسېکس لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ایسېکس لوبډلې ډېربای شایر لوبډلې ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.

پایلوبه هم د وُرسېسټرشایر او ایسېکس لوبډلو ترمنځ په عېن ورځ ترسره شوه.

چې پایلوبه ترې اېسېکس لوبډلې په ۴ وېکټو وګټله او د لومړي ځل لپاره یې اتلولي واخېسته.

ایسېکس د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، وُرسېسټرشایرلوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې.

لوبډلمشر سېمرن هارپر د ایسېکس لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې.

ایسېکس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او وُرسېسټرشایر لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی سېمرن هارپر وپېژندل شو.

۲۰۱۸ م کال کې د دې لوبو اتلولي وُرسېسټر شایر لوبډلې ګټلې وه او سږ کال له خپلې اتلولۍ په دفاع کولو بریالۍ نه شوه.

د بلاسټ سیالیو تاریخچه

د انګلستان بلاسټ سوداګریزې کرکټ سیالۍ په ۲۰۰۳ م کال کې تاسیس شوي دي، چې لومړی پړاو سُري لوبډلې وګاټه، دوهم پړاو لېسېسټرشایر، دریم پړاو سمرسېټ، څلورم پړاو بیا لېسېسټرشایر، پنځم پړاو کېنټ، شپږم پړاو مېډل سېکس، اووم پړاو سسېکس، اتم پړاو همپشایر، نهم پړاو د دریم ځل لپاره لېسېسټر شایر لوبډلې، لسم پړاو همپشایر د دوهم ځل لپاره، یوولسم پړاو نارتمټن شایر، دولسم پړاو، واروېک شایر، دیارلسم پړاو لانکاشایر، څوارلسم پړاو نارتمټن شایر د دوهم ځل لپاره، پنځلسم پړاو نټېنګ همشایر، شپاړسم پړاو وُرسېسټرشایر رپېډز لوبډلې او اووه لسم پړاو بیا ایسېکس لوبډلې د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ وګاټه.

سږ کال په دې سیالیو کې ټولې ۱۳۳ لوبې وشوې، چې دوه نیمه پایلوبې او یوه پایلوبه هم پکې د دې سیالیو برخه وه.

سږ کال دې ټورنمنټ له وقفو سره ۷۵ ورځې دوام وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی