د بشري حقونو کمیسیون: تېرو ۱۲ کلونو کې تر ۳۱ زره ډېر ملکي خلک وژل شوي

په تېرو دوولسو کلونو کې په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۳۱ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي جګړې لا هم د ملکي افغانانو د ژوند لپاره تر ټولو ستر خطر دی او دلته د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه ملکي افغانانو ته اوړي.

ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي په تېرو ۱۲ کلونو کې جګړو تر ۳۱ زره د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی دی او تر ۶۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

دده په خبره په وژل شوو کې تر څلور زره ډېر ماشومان او د دوه زره په شاوخوا کې مېرمنې شاملې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی چې د خپل ولس غږ واوري، له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي او پر ملکي وګړو جوړ کړی ناورین پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د کمیسون د معلوماتو له مخې، د دولس کلونو په ترڅ کې له څلور زرو زیات ماشومان او له دوه زرو زیاتې مېرمنې د قربانیانو په ډله کې دي.

د دغه کمېسیون ویاند همدا راز زیاتوي چې دوی تمه لري چې له سولې وروسته هم د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو په موخه د اوښتو زیانونو په تړاو ملي میکانیزم جوړ او هغوی ته د سولې په خبرو کې د عدالت غوښتنې زمینه برابره شي

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندط په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۷۳ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د یادې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې سږکال د تېر کال همدې مودې په پرتله د مرګ ژوبلې کچه ۲۹ سلنه ډېروالی ښیي.

راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې د ۶۱ سلنې مسوولیت پر طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو اچول شوی او د ۲۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوول یې بیا افغان دولت بلل شوی دی.

افغان دولت تر اوسه یاد راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو بیا دا راپور رد کړی او افغان دولت یې د ډېری ولسي مرګ ژوبلې مسوول بللی دی.