د برېټانیا د شهزادګیانو پر دې ډول سینګار بندیز دی

ژباړه

د نړۍ ټولو وګړو ښایي په ژوند کې یو ځل حتمی د دې ارمان کړی وي، چې کاش زه شهزاده یا هم شهزادګۍ وای. خو همدغه ارمان بیا په سرچپه ډول د برېټانیا شهزادګان او شهزادګیانې کوي، چې کاشکی موږ هم د عامو خلکو په څېر له قید او شرط پرته ژوند لرلای.
د برېټانیې شاهي کورنۍ ځينو غړو وخت ناوخت دا غوښتنه کوي، چې غواړي د دې کورنۍ له اوامرو لرې، یو عادي ژوند ولري، لکه په دې لړ کې د برېټانیا شهزاده هېري او مېرمن شهزادګۍ مېګان د دې اعلان وکړ، چې غواړي په خپله خوښه د شاهي کورنۍ له موقفه ځانونه ګوښه کړي.
په دې لیکنه کې مو د برېټانیې شاهي کورنۍ مېرمنو پر سینګاریز بندیز رڼا اچولې:

۱ـ د برېټانیا کورنۍ مېرمنې هر ډول خولۍ نشي پر سر کولی، ځکه هغوی یو ډول ځانکړې خولۍ لري، چې په محفلونو او مراسمو کې به هغه پر سر کوي.

۲ـ کله چې عمومي ځایونو او په عادي ډول ګرځي، نو د سینګار کولو حق نه لري، او باید چې په طبیعي ډول د خلکو تر سترګو شي.

۳ـ شهزادګیانې باید ډېر طبیعي سینګار ولري، او د دې حق نه لري، چې د خپلو غمبرو/ اننګو جراحي وکړي، خو که کومه شهزادګۍ د غټو غمبرو شوق ولري، نو بیا کولی شي لږه سرخي ووهي.

۴ـ د نړۍ په دې شاهي او لوړه مرتبې کورنۍ کې شهزادګیانې هېڅکله مصنوعي باڼه او اوږد د سترګو خط نشي وهلی، ځکه دا د هغوی د کورنۍ پر خلاف عمل ده.

۵ـ تاسو به تر دې دمه د دې شاهي کورنۍ هېڅ داسې ښځه نه وي لیدلې چې هغه دې سور یا ګلابي لبسرین/ شونډو رنګ وهلی وي، ځکه پر سور او ګلابي لبسرین بندیز دی.

۶ـ شهزادګیانې به د داسې سینګاریزو توکو څخه کار اخلي، چې هغه د ډېر وخت لپاره په مخ ثابته پاتې شي.

۷ـ د دې کورنۍ ښځې هېڅکله خپل ویښتان په توني ډول واړه واړه جوړولی نشي، بلکې ویښتان یې باید منظم او صاف  وي.