اپریل 17, 2021

د بریتانیا پارلمان: د ځواکونو وتل دې د بین الافغاني مذاکراتو تر پایلې وځندول شي

د برېتانیا پارلمان وایي ناټو او برېتانیا دې تر هغه خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي، چې په قطر کې د مذاکراتو پایلې معلومې شوې نه وي.
د برېتانیا د پارلمان پر وېبپاڼه په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دوی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره ارزولې ده او د افغانستان اوسنی وضعیت یې له نږې څارلی دی.
ویبپاڼه زیاتوي، دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو دا چې په افغانستان کې مېشت وسله وال نړیوالو ته ګواښونه جوړولی شي نو ځکه ددې اړتیا ده چې د مذاکراتو تر پایلو پورې برېتانیا او ناټو د خپلو سرتېرو ایستل ودروي.
هغوی همدا راز ویلي، چې ناټو دې په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه وڅاري او پر وړاندې دې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
بل لورته د امریکا دفاع وزارت وایي، چې له افغانستان د امریکایي سرتېرو وتل دوام لري.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، امریکا له افغانستان د ځواکونو وتل نه دي درولي.
بلخوا د امریکا دفاع وزارت بیا وایي، تراوسه داسې کوم امر نه دی شوی چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر مشروط وتلو اغېز وکړي او تمه ده چې د جنورۍ میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې دوه زره سرتېري له افغانستان ووځي.
 امریکا په داسې حال کې د امریکایي ځواکونو د ایستلو پروسې ته دوام ورکړی چې د امریکا کانګریس د قانون د تصویبولو پر مهال وویل، چې د دوی له تایید پرته له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل ناقونونه دي.
په تیر نومبر میاشت کې د امریکا دفاع وزارت وویل، چې د جنورۍ تر نیمايي افغانستان کې د سرتیرو شمیر له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ ته ټیټوي.
په همدې مهال افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وایي، چې له افغان پوځیانو به د دوی ملاتړ دوام کوي.
جنرال سکاټ مېلر کندهار ته تر یوه سفر وروسته په یوه ویډيوي پیغام کې ویلي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
میلر زیاته کړې، له افغان ځواکونو د ناټو او امریکا ملاتړ دوام کوي او په خبره یې دوی هڅه کوي د امنیت په تامین کې همکارۍ ډېرې کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په هېواد کې جګړې او هدفي وژنې شدیدې شوې دي او ملکي تلفات هم لوړ شوي دي.
داسې راپورونه هم خپرېږي چې په وروستیو کې بهرني ځواکونه هم په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې برخه اخلي.
شاو خوا څلور میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول او د طالبانو یو مهم شرط همدا دی چې بهرني ځواکونه دې په لنډ وخت کې له افغانستان څخه ووځي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي