فبروري 27, 2021

د بریا لپاره مو هیلو ته وزرونه ورکړئ

که غواړئ خپلو موخو او هیلو ته ورسېږئ، نو هیلو ته مو وزرونه ورکړئ. ستاسو دنده دا ده، چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې غواړئ ورته ورسېږئ، نو هیڅکله مه وایئ، څه ډول به ورته ورسېږم.
ډیر کله مو هیلې له داسې لارې پوره کېږي، چې ان په اړه به مو یې فکر هم نه وي کړی. هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي او یا هم کوچنۍ؛ د بېلګې په توګه لوړو زده کړو ته لار پیدا کول، د خپلې خوښې وړ دنده پیدا کول، د ډېرو پیسو لاسته راوړل، ښه واده او دې ته ورته نور کارونه سرته رسول یا څه لاسته راوړل.
ډیری کسان خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېږي، خو ځینې بیا ناهیلي شي. ولې ځینې کسان په ډیرې اسانۍ سره خپلو هیلو ته رسېدلای شي او ځینې نور بیا له هڅو سره سره هغه څه ته، چې غواړي یې نه شي رسېدلای.
دلته در سره ځینې هغه لارې چارې شریکوو، چې هیلو ته په رسېدو کې مو در سره مرسته کولای شي:
لومړۍ یې له وړو هیلو پیل کړئ. کله مو چې وړې هیلې پوره شي پر ځان مو باور زیاتېږي. هره بریا له ځان سره بله بریا هم را کش کاږي او د ځنځیر دغه کړۍ همداسې یو پر بل پسي بندې دي. څومره مو، چې هیلې روښانه او دقیقې وي په هماغه کچه به ورته رسیدل هم اسانه شي؛ هڅه وکړئ هیلې مو روښانه او دقیقې بیان کړئ. داسې ښکاره کړئ، چې ګواکي خپلو هیلو ته رسېدلي یئ؛ نه داسې، چې غواړئ ورته ورسېږئ، د بېلګې په توګه؛ که غواړئ ډېرې پیسې لاسته راوړئ، داسې فکر وکړئ، چې همدا اوس هغه اندازه پیسې په لاس کې لرئ.
شکر ایستل مو په نعمتونو کې زیاتوالی راولي، نو ددې لپاره، چې خپلو هیلو ته ورسېږئ د خدای شکر ادا کړئ، خدای پاک فرمایي، که تاسو زما په درکړو نعمتونو شکر وباسئ زه به یې درته زیات کړم، که مو کفران د نعمت وکړ، هغه شته به هم در څخه واخلم. هیڅکله، مو په خپل ځان باور له لاسه مه ورکوئ، په زړه کې مو شک او ترید ته ځای مه ورکوئ. هر کله مو، چې پر ځان باور پیدا کړ پوه شئ، چې هیلو ته مو رسېدلي یئ.
کومې هیلې، چې په زړه کې یې لرئ په کاغذ یې در سره ولیکئ، په اړه یې فکر وکړئ انځورونه یې وباسئ او څومره، چې کولای شئ ښایسته یې کړئ. دا ډیره اړینه ده، هیلو ته مو روح او احساس ور انتقال کړئ، لوبه وکړئ، ځان په هغه چوکاټ کې وګورئ، چې غواړئ واوسئ. په کومه اندازه مو، چې هیلو ته روح او احساس ورکړئ په هماغه کچه ورته ژر رسېدلای هم شئ. هغه څه، چې هیله یې لرئ د زړه له تله یې وغواړئ. تل د هغه څه په اړه فکر کوئ چې غواړئ. کله چې تاسو ډېر د هغه څه په اړه فکر کوئ چې تر تر لاسه کولو په هڅه کې یې وئ، هغه د چې د کایناتو په نړۍ کې ستاو او موخې تر منځ د جاذبې قوه رامنځ ته کېږي او هغه ته چې ورته رسېږئ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ