مارچ 3, 2021

د بریالیتوب ۱۰ خبرې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- خپل ځان ته مو تفريح ورکړئ.
ښايي ځيني کسان تفرېح د وخت ضايع کول وبولي، خو بايد پوه شئ چې دا د وخت د نه ضايع کولو ترټولو ښه کړنلاره ده. يوازې ۱۵ دقيقې قدم وهل مو تازه کوي او درسره مرسته کوي چې کار مو په ښه کيفيت او ځیر سره ترسره کړئ.
هرکله مو چې د کار په منځ کې احساس وکړ چې ستړي او ناراحته ياست؛ نو له استراحته ډډه مه کوئ.
۲- په يوه لاس سره يوه هندواڼه پورته کړئ.
څرنګه چې په هم مهاله ډول د ساده او اسانه کارونو ترسره کړل ګټور بلل کېږي، نو په هم مهاله توګه د څو مهمو او لويو کارونو ترسره کول هم ستونزمن او وخت نيوونکي دي. مهم او اساسي کارونه په نوبت سره مخ ته يوسئ، څو د سرګيچۍ سره مخ نشئ. کله چې په يو کار سل په سلو تمرکز وکړئ، نو رول او موخه به مو مشخصه وي او د سرګيچۍ سره به مخامخ نشئ.
۳- يوازې د اړتيا پر وخت جلسه ونيسئ.
که غواړئ د کار پايله مو ښه او ډېره وي، نو د نمايشي او بې ځايه جلسو څخه ډډه وکړئ. کله چې کولی شئ يو پيغام د موبايل او ايميل له لارې نورو ته ورسوئ، نو دې ته به اړتيا نه وي چې خپل وخت په اوږدو جلسو ضايع کړئ.
۴- لنډه دمه واخلئ.
څېړنو ښودلې چې د ۱۵ دقيقو لپاره دمه کول، د کار د کيفيت په لوړولو کې ګټور تمامېدای شي. که دمه ونه کړئ، فکر ونه کړئ او کار مو په ذهن کې مجسم نه کړئ، نو ستړيا به پرتاسو اغېز وکړي او د وخت په تېرېدو سره به کار ته زړه نه ښه کوئ. د کار په اوږدو کې دمه واخلئ، لنډ چورت ووهئ، قهوه وڅښئ… .
که يوه لنډه دمه واخلئ او سوچ وکړئ، نو مغز مو بيا ځلې کار ته چمتو کېږي او په پايله کې مو روحيه لوړېږي او په انرژۍ سره به پاتې کارونو ته دوام ورکړئ.
۵- خپل فعاليت ته بدلون ورکړئ.
هرکله مو که احساس وکړ چې په کوم کار چې بوخت ياست، مخکې نه ځي؛ نو سمدلاسه د بل کار په لور ورشئ. ځکه په هغه وخت کې مو ذهن ياري نه کوي.
که غواړئ يو مهم کار په ښه کيفيت سره پای ته ورسوئ، نو غوره د چې د اړتيا پر مهال يې پرېږدئ. پاڅېږئ، بدني فعاليت ترسره کړئ؛ څو مغز مو آرامه شي.
۶- د شخص نوم واخلئ.
د دې پرځای چې ووايئ: ( سهار پخير )، ووايئ: ( سهار مو پخير، آرين ).
کله چې د يو چا سره خبرې کوئ، که نوم يې په ژبه راوړئ؛ نو هغه به په زير سره تاسو ته غوږ ونيسي. حتا د خبرو اترو پر مهال د شخص نوم اخېستل د دې لامل ګرځي چې هغه تاسو ته ځان نږدې کړي. د بېلګې په ډول، ( آرين په دې پوهېږې چې هغه څه مې چې زوروي… ).
په همدې ترتيب مقابل لوری تاسو ته او هغه څه چې تاسو يې وايئ ورته ارزښت ورکوي او ډېر احترام درته کوي.
۷- د زړه له کومې احوال پوښتنه وکړئ.
په دې عصر کې خلک په کمه اندازه د يو او بل پوښتنه کوي او کله چې هم د چا پوښتنه کوي، نو د ځواب په لټه کې يې نه وي! نو په رښتينی ډول د حال او احوال پوښتنه وکړئ او له دې ډلې ځان بېل کړئ.
۸- مه پرېږدئ چې پوست او مقام مو په چلند اغېز وکړي.
ټول په يوه اندازه د احترام وړ دي. اړينه نه ده چې د مدير پر وړاندې مو ټيټ او سيده شئ. همدارنګه د لاس لاندې کسانو شان او منزلت مو په نظر کې ونيسئ، ځکه همدوی دي چې ستاسو کارونه پر مخ وړي.
په هر ډول پوست او مقام کې، ستاسو چلند ستاسو د شخصيت څرګندونه کوي.
۹- سختې او ستونزمنې خبرې مو د موټروانۍ پر مهال وکړئ.
ځيني وختونه د خبرو کولو تر ټولو ستونزمن پړاو مخامخ غږېدل دي. نو په همدې اساس کله چې په موټر کې د هغه / هغې سره په موټر چلولو بوخت ياست، خبرې وکړئ.
ک د يوې موضوع پر سر د مقابل لوري سره اختلاف لرئ، نو د موټروانۍ پر مهال ورسره خبرې وکړئ، مجبور به نه ياست چې هغې/ هغه سره سترګو په سترګو شئ او ورته وګورئ، کولی شئ په راحت ډول د مسئلې په اړه ورسره خبرې وکړئ او جوړجاړی وکړئ.
۱۰- ادب او احترام مه هېروئ.
د ( مهرباني ) او ( مننه ) عبارتونو نه ګټه پورته کړئ.
د ادب او احترام په مراعتولو دا څرګندوئ چې يو با فرهنګه، پوه او ګټور شخص ياست.
ډاډه اوسئ چې د شاوخوا کسان مو دې ارزښت لرونکې ځانګړنې ته متوجه کېږي او له تاسو څخه رزده کړه کوي.