د بریالي ژوند کیلي څه ده!؟

 

زموږ د ټولنې یو بد دستور او سوءتفاهم د نجونو په اړه دا دی، چې د هرې ستونزې پړه په نجلۍ او د نجلۍ په پلارګنۍ ور اچول کېږي، چې ګوندي سمه روزنه یې نه ده ورکړې. دا ورته نه دي ښودل شوي، چې خسرګنۍ سره څرنګه تعامل وشي.

برعکس نجلۍ ته تل دا غوږوالۍ غوږ کې اچول کېږي، چې پردۍ ډوډۍ ازغې لري! د بل کور د دادا د کور په څېر د پاچاهۍ تخت نه وي… ځان قوي اموخته کړئ، د هرې سختې ازموینې لپاره باید چمتو وااوسئ، د هر درد و غم زغم زده کړئ!
که هر څومره سخته درباندې راشي اه مه باسئ، هماغه مو د ابد کور دی، بخت مو دی، که له دې بخته ولوېدې د ژوند له تخته ولوېدې.
نجلۍ د پلار د کوره په ژوند وځي او په مرګ راځي او دېته ورته ناسمې روزنې خو ورکول کېږي، چې نتیجه یې هم سمه نه وي.

دا زموږ د ټولنې یو روڼد حقیقت ضرور دی، خو واقعیت داسې نه دی!!!
کله چې کوم چاپېریال یو چا تجربه کړئ نه وي د تعامل تجربه به څرنګه ورسره ولري؟

مثلا؛

“کله چې یو نبات (بوټی) له یو ځای څخه بل ځای کې کېنول او بیا ځلې زرغون شي، نو دا د بوټي کمال نه وي، بلکې د هغې خاورې وي چې دا په خپل ځان کې جذبوي او ریښو ته یې لاره ورکوي.

د انجونو سره هم همداسې کېږي …
کومې چې په تېرو وختونو کې د الله د رحمت پر ځای یو زحمت ګڼل کېدې، چې اوس هم لا په ډېری سېمو کې همداسې ګڼل کېږي.

کله چې یوه نجلۍ د خسر کور ته ځي، نو دا د هغه ځای د چاپېریال سره د سمون (ځان جوړونې) لپاره وخت غواړي، چې هلته سمون ومومي، او ترڅو چې یې سمون نه وي موندلی، تر هغه وخته به په ​​ستونزو کې وي …

ځمکه چې څومره نرمه او پسته وي، همغومره ژر یې ریښې خورېږي او ځای پکې مومي،خو که چېرته ځمکه پخپله ډبرېینه او کلکه وي، نو د ټول عمر په تیرېدو که څه هم خپل رنګ او روغن له لاسه ورکړي، خو بیا به نه رېښې وغځولی شي او نه به هم زرغون شي.

هو، د ریښو په ښخولو/غځولو کې ښځه هېڅ لاس نه لري… خبره ټوله د ملتیا ده، چې د هغې خسرګنۍ او بخصوص مېړه یې ورسره کوي.

کله چې د هغې مېړه هغې ته خپل ځای، مور او د کورنۍ بل هر غړي ته د هغې خپل ځای ور او معلوم کړی وي، نو د اړیکې هره ریښه به په خپل ځای قوي وي.

دا مثال کوچنی ضرور دی … خو د بریالي ژوند کیلې همدا ده …

غور پرې حتما وکړئ!

وروستي مطالب