سپورټ نړیوال کرکټ

د براوو لوبډله د پولارډ لوبډلې پر وړاندې

ليکنه: سميع الله درانی

کېرون پولارډ او ډوېن براوو، چې دواړه د ویسټ انډیزۍ لوبډلې الراونډران دي، دواړه خپلو کې یوه ستره لوبه کوي.

د ننداره کوونکو یا د کرکټ مینوالو دغو لوبډلو ته دایل او آر ، نومونه ورکړي دي، چې پولارډ ته یې د آر او براوو ته یې د ایل لوبډله ورکړې ده.

دوی دواړو په ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډله کې هم په ۲۹ م اګسټ سره لوبېدلي وو.

نن پولارډ او براوو د یوبل پر وړاندې په یوه ستره ننداریزه لوبه کې په پورټ سپېن کوینز پارک اوول لوبغالي کې مخ کېږي، دا لوبه د سپټمبر په لومړۍ نېټه په ځایي وخت د ورځې په ۱۱ بجو پېلېږي.

پولارډ په ټرېنېډاډ او براوو په ټوباګو لوبډله کې لوبېږي او دواړه به د یو بل پر وړاندې په هغې لوبه کې ګډون وکړي، چې د ننداره کوونکو تنده خړوبوي.

دې لوبې ته فېن ایکزېبېشن یا د ننداره کوونکو لوی نندارتون نوم ورکړل شوی دی.

براوو او پولارډ به دواړه د دوو لوبډلو لوبډلمشران وي.

براوو سره برېن لارا هم شتون لري، برین لارا چې یو خطرناک توپ وهونکی و، په ۲۰۱۶ کال کې په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ ټولو ستورو لوبغاړو سیریز کې لوبېدلی و.

د براوو یوولس کسیزه لوبډله د ځایي لوبغاړو څخه جوړه ده، برېن لارا، لېنډل سېمونس، ډي جی براوو، علي خان، ټیون وېبسټر، امېر جانګو او اکیل حُسېن.

د پولارډ لوبډله کې بیا دېنېش رامدین، جیمي نېشم، سریلانکایي سیکوګ پراسانا، خیري پېري، د دې سربېره په دې لوبډله کې مارک ډیال او انډرسن فېلېپ به هم د خلکو له خوا ولیدل شي، چې څنګه کارکرده ګي کوي دا دواړه ځوان لوبغاړي دي.

دا لوبه به له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي، دا به د موبایلونو له لارې د یو اپ په وسیله خپرېږي، چې د انټرنېټ په درلودلو سره یې هر سړی کتلی شي.

د دې لوبې د نندارې ټکټ نشته او په وړیا ډول ننداره کوونکي کولای شي ورشي او د لوبې له نندارې خوند واخلي.

د نړۍ سترو ورزشکارانو د لوبې لیدو ته هیله مندي ښودلې، برېن لارا، سېواګ، سانیا میرزا، یوراج سېنګ، هاربجن سېنګ، اېشنټ شرما، کومارا سېنګا کارا هغه څوک دي، چې د لوبې نندارې ته خوښ دي.

د براوو لوبډله

برېن لارا، لېنډل سېمونس، امیر جانګو، ټیون وېبسټر، ډوېن براوو لوبډلمشر، جاوُن سیرلز، یانېک کاریا، سونېل نرېن، علي خان، اکیل حسېن، شینو بیرایج، جایډېن سیلز، ایسیا راجا، جی پي بېري او ډېکسټر سویین.

د پولارډ لوبډله

دېنېش رامدین، مارک ډیال، کېرون پولارډ لوبډلمشر، جیمي نېشم، سیکوګ پراسانا، جوشوا ډیسیلوا، خاري پېري، ټیرینس هېنډز، انډرسن فېلېپ، جان رس جګیسار، جلرني سیلز، لیونارډو جولیئن، نيکولس الېکسي، جورن اوټلي، یانيک اوټلي او ډېرون کرويک شانک.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی