د برازیل ښایسته نجلۍ ګلیسي کوریا د یوه ساده عملیات وروسته مړه شوه

ګلیسي کوریا د برازیل پخوانۍ ښایسته نجلۍ چې دوه میاشتې وړاندې د کوما حالت ته تللې وه، تېره دوشنبه له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړې په ۲۰۱۸م کې د برازیل د ښکلۍ نجلۍ تاج پر سر کړ.

کوریا تېره دوشنبه د ستوني عملیات له امله په ۲۷ کلنۍ کې مړه او ټول برازیل یې غمجن کړ.

نوموړې چې د مکئه ښار اوسېدونکې وه، د اپریل په لومړیو کې، یوازې پنځه ورځې له عملیات وروسته ورته، خونریزي او د زړه حمله پېښه او وروسته کما ته لاړه. د نوموړې جسد د څېړلو لپاره قانوني روغتیاپال ته وړل شوی دی.

ګلیسي په ۲۰۱۸م کې د برازیل د ښکلې نجلۍ تاج پر سر کړ او د بریا په وروستیو کلونو کې یې، د پام وړ پلویان پيدا کړل.

نوموړې د سینګار د دایمې متخصصې په توګه کار کاوه او د پنځوس زره څارونکو یو انستاګرام پاڼه یې اداره کوله.

د سان ورځپاڼې راپور ورکړی چې کوریا به ډېری وخت، په بېوزلۍ کې رالویېدلو په اړه خبرې کولې او په انستاګرام کې به یې طاقت بښوونکې خبرې لیکلې، چې خپله پیاوړتیا وښيي.

نوموړې په یوه پست کې لیکلي: “هېڅکله به پوه نشو چې څومره پیاوړي یو؛ کله چې پیاوړي اوسېدل یوازېنۍ لاره/ ټاکنه وي.”