د بدن ګرمېدل او تودوخه؛ څو ټکو ته مو باید حتماً پام وي !

لیکنه او راټولوونه

خپله تودوخه فزیکي مقدار دی، چې په عمومي توګه د بدن، یو شي یا چاپیریال داخلي انرژي په ګوته کوي.

تودوخه هغه اندازه ده چې انرژي اندازه کوي.

په دې ټول پوهېږو چې په بدن کې ډېر کله د ستونزې په وخت کې بدن غبرګون ښيي او ددې غبرګون په جریان کې په بدن کې دننه تودوخه تولیدیږي چې دا بیا موږ د تبې په ډول حس کوو.

د بدن ګرمېدل او تودوخه ځینې لاملونه لري، لکه ګرمي، د ډېرې دوا کارول او یا هم هورموني ستونزې دي.

اسټرس او اضطراب هم د بدن د تودوخي یو لامل کېدای شي.

اسټرس او اضطراب کولی شي له بدن څخه د فزیکي عکس العمل لامل شي. ځکه چې بدن د هوښیاري حالت کې دی او د احتمالي ننګونو یا خطرونو سره مخ کېدو لپاره چمتو دی، نو همدا لامل شي چې بدن د تودوخې او ګرمېدلو سره مخ شي.

کوم کسان چې په دې ناروغي اخته وي، ممکنه ده چې بدن یې سور یا ګرم شي. او دا نښې هم لري: د خولې وچوالی، د زړه ډېر تېز تکان، له حده ډېره اندېښنه، د خوب ستونزې او د ارامښت کنټرول لپاره ناتواني.

درمل هم د بدن تودوخې کې مهم رول لري، د درمل کارول انسان له عادي حالت څخه اړوي او بدن په دوامداره توګه د تودوخې احساس کوي، لکه: د ارامونکې درمل، د زړه ناروغۍ اړوند درمل، د ویروس ضد درمل، د پوستکي، د اعصابو او اختلالاتو درمل دي.

که چېرې د ناروغانو له خوا د کارول شوو درملو اغېزه شدیده وي، نو باید د موجوده درملو ځای په ځای کولو په اړه د خپل ډاکټر سره مشوره وکړو. په دې توګه کولای شي اندازه کمه کړي یا هم نور درمل درکړي.

فایبرومالګیا: دا یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې په ټول بدن کې د درد لامل کیږي. دا ناروغي کولی شي د بدن د تودوخې عکس العملونو کې د بدلون لامل هم شي. له همدې امله، د فایبرومالګیا اخته خلک ممکن د دوی بدن غیر معمولي تودوخه احساس کړي.

دا خپلې نښې هم لري لکه: سوځېدل، ستړیا او کمزوري، د هډوکي سستي دي.

انها هایډوروسیس هم یو اختلال دی، په کوم کې چې بدن د خولې د پټولو توان نه لري. دا اختلالات په ټول بدن کې کېدای شي یا د بدن کوچني برخو پورې محدوده ده.

کله چې موږ تمرین کوو کېدای شي دا ستونزه احساس کړو، او دا ستونزه باندې یوازې ډاکټر پوهېدای شي ترڅو سم یې تشخیص کړي.

که چېرې هر انسان دا ستونزې ولري نو باید ډاکټر ته لاړ شي، ځکه ډېرې موقعیتونو کې دا ستونزه جدي کېدلی شي.