د بدن څخه د زهرو لېرې کولو اووه لارې چارې

ژباړه

د یاران درنو لوستونکو! په تېرو لیکنو کې مو تاسې ته بدن کې د زهري موادو راټولېدو په تړاو معلومات شریک کړي و، په نننۍ لیکنه کې یې د حللارو په اړه درته وایو.

خوب مو سم کړﺉ؛

سم او باکیفیته خوب د مغز سره مرسته کوي چې ځان بیا ځلي چارج کړي او هغه زهر چې د ورځې په اږدو کې راټول شوي، دفع کړي.

ډېرې اوبه وڅښﺉ؛

موږ د خولې او ادرار له لارې د حجرو د کړنو جانبي محصول له بدن دفع کوو. نو د بدن خړوبول د زهرو په له منځه وړلو کې زیات رول لري.

د خوږې او تولید شویو خوړو مصرف کم کړﺉ؛

داسې ښکارې چې دا دوه عامله، د نن ورځې ناروغیو اصلي لاملونه دي. د خوږې زیات مصرف او تولید شوي خواړه د چاغښت او شکر په څېر ناروغیو سبب ګرځي، چې د زهرو پر وړاندې د بدن کړنه اغېزمنوي. د دې موادو په کمولو سره، د بدن د زهرو دفع کولو چاره ښه کېږي.

انتي اوکسېدان لرونکي خواړه وخورﺉ؛

د انتي اوکسېدان څخه بډایه خواړه، د ځينو ناروغیو چې پر زهرو ټولولو منفي اغېز ښندي، اغېز کموي. ځينې دا خواړه عبارت دي له؛ شین چای، قهوه، سابه، ککاو، مغزباب، مېوه او توتان.

پروبيوتیک خواړه؛

د پروبیوتيک لرونکي خواړه، کولمې او د هاضمې سیستم چې د بدن څخه د زهرو په ایستلو کې مهمه ونډه لري، روغ او سالم ساتي. پروبیوتیک لرونکي خواړه عبارت دي له: مستې، سره بادنجان، کیله، پياز او هوږه.

مالګه کمه وکاروﺉ؛

د ځينو وګړو لپاره زهر لرې کول یانې د مالګې حذفول! ډېره مالګه د دې سبب ګرځي چې بدن د مایعاتو د حبس سره مخ شي، په تېره بیا هغه وخت چې شخص زیاتې اوبه ونه څښي. دا چاره هم د ادرارو له لارې د زهرو د دفع کېدو خنډ ګرځي او بدن پړسوب پيدا کوي.

زیات بدني فعالیت ترسره کړﺉ؛

منظم ورزش، د اوږد عمر، د شکر ناروغۍ خطر کمېدو او زړه ناروغیو سره اړیکه لري. د ورزشي تمرینونو ترسره کول د بدن التهاب کموي او د زهرو دفع کېدو کړنه منظمه او چټکوي.