سپورټ وزش او تمرین

د بدمنتون لوبي ملي لوبډله پاکستان ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د بدمنتون لوبي ملي لوبډله د بدمنتون په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون دوشنبه پاکستان هیواد ته ولاړه.

د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخي د بدمنتون نړیوالي لوبي د رواني نومبر میاشتي له اوومي څخه بیا تر لسمي نېټې پوري د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي ترسره کیږي.

په دې سیالیو د افغانستان په ګډون د ۳۰ هیوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.

په افغانستان کي د بدمنتون لوبي فدراسیون مشري مستورې آرزو زیاته کړه، چي په دې سیالیو کي د ګډون په موخه پرون دوشنبه ۱۲ کسیزه ټیم سفر وکړ.

د آرزو په خبره، چي په یاد ۱۲ کسیزه ټیم کي ۱۱ لوبغاړي او یو روزونکی شامل دئ.

یاد ۱۱ واړه لوبغاړي نارینه دي.

دې لوبغاړو تر سفر مخکي د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې او بدني روزني رئيس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.

رحیمي په یاده کتنه کي د بدمنتون لوبي افغان لوبغاړو ته په یادو سیالیو کي د ښه لوبېدو او لاسته راوړنو هیله وښوده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.