بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

د بخښنې او ثوابونو یو مهم فرصت (روژه) څنګه تیره کړو؟

لیکنه: ياران

لیکنه او راټولونه: مریم محمدي

روژه د ګناهونو د بخښلو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. خو داسې خلک هم شته چې دا قیمتي وخت بې ځایه تیروي.

په روژه کې د فلمونو، ډرامو کتل او عبثیات مو روژه تباه کوي. ځیني خلک روژه کې ډېر وخت فیسبوک کاروي، فلمونه، سریالونه او ډرامې ګوري د هغوی هدف دا وي چې روژه پرې ژر تیره شي او په لوږه تنده پوهه نه شي. خو دا ورسره په فکر کې نه شته چې دا یو چانس دی، نیکو کارونو معلومه نه ده چې بل کال ته به ورته ژوندي یوو کنه.

زموږ خوږ پیغمبرمحمد ﷺ فرمايي:
ژباړه : کوم سړی چې په روژه کې بد کارونه او فضول خبرې نه پريږدي، نو د الله تعالی په نزد د هغه د خوړلو او څښلو پريښودل کومه ګټه نه لري.

شيطاني کارونه هر وخت کې مطلق حرام دي، خو د روژې په مبارکه میاشت کې خو باید چې هر انسان ترې لیرې وا وسي ځکه دا ستاسو ټول اعمال بربادوي.

د روژې نیولو مقصد هم دا دی چې تاسو پرهیز ګاره شئ، ځکه قران کی الله ج فرمایي :
ژباړه: اې مؤمنانو ! پر تاسو روژه داسې فرض کړی شوې لکه له تاسو پر پخوا کسانو چې فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسو ځان وساتئ (پرهيزګاران شی)

رسول الله صلی الله عليه وسلم بل ځای فرمايي چې د داسې کس فقط لوږه په نصیب ده نور د روژې څه ثواب نه شي تر لاسه کولای.
نو مسلمان باید له داسې کارونو هر وخت ځان وساتي او د الله تعالی له عذاب او نيولو ووېريږي، په خاصه توګه په روژه کې.

راځئ چې روژه په دې ډول تیره کړو:
۱- روژه د مکمل ادابو سره ونیسئ، غیبت نه ځان وژغورئ، روژه کې چې د حلالو په خوراک بندیز ولږیده د حرامو اجازه به چیرې وي؟ ناوړه فلمونه، بد نظر، بې ځایه خبرې پریږدئ، د دین کارونه وکړئ. تلاوت او لمونځ ته زور ورکړئ، په موبایل کې د لوبو کولو حخه هم ځان وژغورئ، کوم وخت چې عبث تیروئ دالله په عبادت کې یی تیر کړئ.

۲- پنځه وخته لمونځ په جمعه د سنتو اونوافلو سره ادا کړئ کوښښ کوئ چې هر لمونځ مو د تکبیر تحریمې سره وي.

۳- تراویح د رمضان المبارک تحفه ده، ویې کړئ ، تراویح د الله ډیر لوی نعمت اوعبادت دی خو افسوس چی ډیر خلک تری غافل دي.

۴- د قرآن مجید تلاوت؛ کوښښ وکړئ چې په روژه کې ډیر تلاوت وکړئ، دا میاشت د الله ده او د الله په کلام د الله نزدیکت حاصل کړئ.

۵- د پيشنمي لپاره خو هسې هم پاڅیږئ، تهجد هم ورسره وکړئ او دغه عادت په ځان کې د ټول کال لپاره پیدا کړئ ځکه دا هم غوره عبادات دی.

۶- د الله په لار کې د خپل توان په اندازه خیرات وکړئ.

۷- په اخرو لسو ورځو کې هره طاق شپه د عبادت لپاره ملا وتړئ او د لیلة القدر پلټنه پکې وکړئ هغه رحمت حاصل کړئ د کو م چې الله حکم رالیږلی.

۸- د الله څخه بخښنه وغواړئ، په تیرو ګناهونو پښيمانه او راتلونکې کې د نه کولو عزم وکړئ او د بخښنې لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم ښودلې دا دعا بار بار ووايي:
اَللّهُمّ اِنّکَ عَفُوٌ تُحِبّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی

۹- د دې شیانو سخت حفاظت وکړئ – زړه او ژبه– زړه د کفر، شرک، حسد او له مسلمانانو سره له کینې نه پاک کړئ. زړه ته د مال دولت او خواهشاتو مینه مه پریږدئ، چې داخله شي. یوازې د الله ذکر وردننه باسئ. د دروغو څخه ځان وژغورئ. کمې خبرې کوئ. په ژبه چاته تکلیف مه ورکوئ. خپله ژبه په غیبت او بهتان مه ناولې کوئ. هغه دوستان چې په مزدورۍ بوخت وي هره ورځ دې ۵۰۰ کرته (سُبْحانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیم) ووایي الله به ورته په کار کې برکت واچوي او روژه به هم په ذکر تیره شي.

۱۰- د هرې جمعې په مبارکه ورځ د صلوة تسبح لمونځ وکړئ او په پیغمبر (ص) باندې درود شریف مه هیروئ.

۱۱- دا چې روژه د بخښنې میاشت ده په دې میاشت کې د نور ذکرو ترڅنګ غوره ذکر د اسغفرالله دی، نو بې شمیره ځلې یې ووايئ.

۱۲- او وروستۍ غوښتنه داده چې، هره ورځ دوه رکعته صلوة حاجت وکړئ اوپه الهی دربار کې د عبادت د توفیق او قبلیدو دعا وغواړئ. بله دا چې د اسلامی امت د یووالي او بري لپاره خصوصي دعا ګاني وکړئ.

یادونه: هم به مو روژه ښه تیره شي او هم ثواب نصیب شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران