د بحران نړيواله ډله: د انساني ناورین مخنیوي لپاره دې پر افغانستان بندیزونه لرې شي

د بحران نړيوالې ډلې خبرداری ورکړی، که پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې نشي، نو ښايي سږ کال ژمي کې تر يو ميليون پورې خلک له لوږې او يخنۍ ومري.

د بحران نړيوالې ډلې له ملګرو ملتونو او ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان روان اقتصادي او بشري وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان ولس د ژوند ژغورلو لپاره بايد پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې کړي.

دغې ډلې اندېښنه ښودلې، که د افغانستان وضعيت همداسې روان وي او بنديزونه لرې نشي، نو ښايي په لنډ وخت کې دومره خلک مړه شي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او بمباريو له امله وژل شوي دي.

د بحران نړيوالې ډلې پر ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې، او نورو هېوادونو غږ کړی، چې له اړمنو افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ښايي د يخنۍ او لوږې له امله تر يو ميليون پورې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ملګري ملتونه هم وخت پر وخت د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعيت اندېښنه ښيي او له افغانانو سره د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ پي بي ایس رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي ورسره جوخت د ژمي سوړ موسم را روان دی چې د افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په راپور کې راځي چې همدا اوس شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له لوږې او سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو نه یوازې ماشومان بلکې د لویان په ګډون به ددې وضعیت تلفات تر شل کلنې جګړې ډېر وي.

په راپور کې د چارو پوهانو پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې روان وضعیت مدیریت کړي، اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي او دغه هېواد له روان بشري ناورین وژغوري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله