د بایسکل ځغلوني یو لوبغاړی د لوبي پر مهال مړ سو.

لیکنه: صابر حميدي
د آس خبري سایټ د راپور له مخي د بلجیم هیواد ۲۲ کلن د بایسکل ځغلوني لوبغاړی د بایسکل ځغلوني په یوه لوبه کي د لوبي پر مهال مړ سوی.
دا بلجیمی لوبغاړی بیورګ لامبرخت نومېدې، چي د پولنډ هیواد د باسیکل ځغلوني دریم پړاو په رسمي لوبو کي ګډون کړی وو.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي یاد لوبغاړي په ۵۰ کیلو مترۍ فاصله کي بایسکل ځغلونه کوله، چي د پولنډ هیواد په یوې باراني سیمه کي ئې بایسکل چپه سو او سر ئې د سړک له غاړي سره په یوه ګولدان کي ومښت، چي سر ئې ضربه وخوړه.
هغه په اول کي ژوندی وو، خو کله چي د شفاخانې ته ورسېد، هلته په شفاخانه کي ئې د سر د ضربې خوړلو له امله ساه ورکړه.
د لامبرخت په نوم د بایسکل ځغلوني دا لوبغاړی ځوان وو او د بلجیم هیواد د راتلونکو تکړه لوبغاړو څخه شمېرل کېدی.

هغه د ۲۳ کلنو ترمنځ په نړیوالو بایسکل ځغلوني لوبو کي د سپینو زرو مډال هم خپل کړی وو؟
دا لومړی ځل ندی، چي د لوبي پر مهال یو لوبغاړی مړ کیږي، بلکي تر دې مخکي په فوټبال، کرکیټ او دې ته ورته نورو لوبو په جریان کي لوبغاړي مړه سوي.

وروستي مطالب