د بانکونو اوتومات ماشینونه (ATM) بیرته فعالېږي

د افغانستان بانک خبر ورکوي چې راتلونکې شنبه به په افغانستان کې د بانکونو خپل سري یا د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه بیرته فعال شي.

ددغه بانک ویاند صابر مومند ویلي چې د سوداګریزو بانکونو ته یې متحدالمال مکتوب صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پيرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

هغه زیاتوي، افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د عصري بانکي استانتیاوو په برابرېدو کې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، څو په دې سره هېوادوالو ته د پیسو په اخیستلو کې ښې اسانتیاوې رامنځته شي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي سیسټم د حالت ښه کېدو لپاره جدي هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډېری افغانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله