د باليووډ وتلې او مشهوره اداکاره پرېنکا چوپړا نن ۳۹ کلنه شوه.

نوموړې د باليووډ نړۍ مشهوره اداکاره، سندرغاړې او فلم جوړونکې ده چې د هند په کچه د تر ټولو ډېر عاید لرونکو لوبغاړو کې شمېرل کېږي.
نوموړې پر خپل ژوند کې ډېر وياړونه ګټلي دي چې کولای شو د هغې د دوو جایزو يادونه وکړو، چې يو يې د ملي او پنج او بله یې Film Fare کې ګټلې ده.
نوموړې په ۲۰۱۶ کال کې وکولای شو چې د هند د ۱۰۰ تر ټولو ډېر نفوس لرونکو شخصيتونو په ډله کې راشي او تر دې پېښې دوه کاله وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ د ۱۰۰ پياوړو مېرمنو په ډله کې راغله.
پرېنکا چوپړا په لومړيو کې غوښتل چې د مهندسۍ او هوايي چلند په برخه کې زدکړې وکړي خو وروسته یې د هند په سينما کې د لوبېدلو وړاندیز ومانه او په دې برخه کې یې ډېر پرمختګ وکړ. د پرېنکا لومړنی فلم د The Hero فلم دی چې په ۲۰۰۳ کال کې له سني ديول سره ثبت کړی دی. دغه فلم په ۲۰۰۳ کال کې د ډېر عايد لرونکو فلمونو په کتار کې درېيم شو چې دا د پرېنکا لپاره يو لوی پرمختګ و.
همداراز پرېنکا په هالیووډي فلمونو کې هم لوبېدلې ده چې له دغې ډلو فلمونو نه يو هم د The White Tiger چې په ۲۰۲۱ کال کې بازار ته راغی یادولی شو.
نوموړې ۱.۶۵ متره قد لري او هند سینما په جذابو اداکارانو کې شمېرل کېږي.
پرېنکا دوه کاله وړاندې له نيک جونس سره واده کړی دی او تر دې دمه کوم ماشوم نه لري.
د نوموړې شتمني ۱۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي له همدې امله يې نوم د نړۍ په شتمنو اداکارانو کې هم يادول کېږي.
د يادونې وړ ده چې نوموړې اوس مهال د The Matrix 4 فلم په ثبتولو بوخته ده.

وروستي مطالب