د باليووډ هغه ۱۰ نارینه اداکاران چې پر فيسبوک تر نورو ډېر مينوال لري

موږ تاسو ته هغه ۱۰ فلمي لوبغاړې درپېژنو چې پر فيسبوک تر نورو ډېر مينوال لري.

اوسمهال د نړۍ د خلکو تر بل هرڅه ډېر د ټولنيزو رسنيو سره سروکار دی،پداسي حال کې چې همدې ټولنيزو رسنيو حکومتونه لا بدل کړيدي.

افغانان په ټولنيزو رسنيو کې ترنورو شبکو ډېر فیسبوک کاروي، نو ځکه موږ دلته د باليووډ هغه اداکاران در پېژنو چې په فیسبوک کې ډېر فالورز لري.

شاهرخ خان په ټويټر کې تر نورو هندي اکټرانو مخته دی او امیتابچن په پسې دی خو فيسبوک کې بيا هغسي نده.

فيسبوک کې پريانکا چوپړا تر ۵۵ ميليونه ډېر مينوال لري او د نارينوو په کچه تر ټولو ډېر مينوال سلمان خان لري چې فالورز يې تر ۵۰ ميليونه ډېر دي.

په دويم ځای کې د باليووډ کيلاړي اکشی کمار دی چې تر ۴۸ ميليونه ډېر مينوال لري.

دريم نوم د باليووډ د باچا شاهرخ خان راځي،د نوموړي مينوال په فيسبوک کې تر ۴۲ ميليونه اوړي.

اميتابچن هم څلورم ځای لري،او په فيسبوک کې ۳۸ ميليونه مينوال لري.

جذاب اکټر ريتيک روشن تر ۲۹ ميليونه ډېر فالورز لري،ورپسې ټايګر شروف ۲۷ ميليونه مينوال لري،اجی ديويګن او شاهد کپور په فيسبوک کې ۲۴ ميليونو کسانو تعقيب کړی، رنوير سينګ ۱۵ ميليونه مينوال لري او لسم ځای کې د سيدارت ملهوترا نوم دی چې ۱۳ ميليونه مينوال لري.

تر دوی لسو اداکارانو ور ها خوا،  ورن داون،جان ابراهيم،يش، علي ظفر، عمران هاشمي او سيف علي خان په يو بل پسې دي.