د باليووډ سېنما ۱۰ غوره نارينه نڅاګران

باليووډ سېنما کې ځينې داسي اداکاران سته چې په زړه پورې ډانس کوي.

په عمومي ډول نڅا او رقص کې نجونې تر نارينوو ډېرې مسلکيانې دې خو ځينې نارينه بيا داسې نڅا کولای سي چې نجونې لا ورته ګوته په غاښ پاتېږي.

باليووډ سېنما کې هم داسې اداکاران سته چې په ډانس کې ډېر تکړه دي.

ريتيک روشن چې په نړېواله کچه جذابه څېره ده په ډانس کې هم تکړه دی او په باليووډ کې بې مثاله دی.

ريتيک روشن د باليووډ په کچه نڅا کې لومړی مقام لري،ورپسې پربو ديوا دی چې د ډانس په واسطه یې فلمونو ته لار پيدا کړه،دريم مقام د ټايګر شروف سره دی،او په څلورم ځای کې شاهد کپور دی او په پنځم ځای کې د ورن داون نوم راځي.

سوشانت سينګ راجپوټ چې تېرکال يې ځانوژنه وکړه په ښه ډانس کې يې شپږم نوم راځي.

اووم غوره رقاص رنوير سينګ دی،ورپسې راجکمار راو دی،رنبیر کپور په نوملړ کې نهم ځای لري او لسم نوم د ارجون کپور دی.

په بالیووډ کې نور تکړه ډانسران هم سته چې د یادولو وړ دي .

وروستي مطالب