د باليووډ د کميډي اداکار سنجی ميشرا په اړه

سنجی ميشرا د باليووډ سېنما يو له هغو اداکارانو څخه دی چې هر ډايريکټر غواړي پخپل فلم کې يې ولوبوي.

سنجی په ۱۹۹۵ز کې د شاهرخ خان د اوح ډارلينګ د فلم څخه د سېنما سفر پيل کړی.

نوموړی پخپل مسلک کې خورا بريالی دی او پدې وروستۍ لسيزه کې يې ټول رولونه مسخراچه دي.

دی د فلمي اداکار ترڅنګ د فلمونو لارښود هم دی او ۵۸ کاله عمر لري.

سنجی په ۱۹۶۳ز کې د هندوستان په ډربانګا کې زېږېدلی،۷۲ کيلو ګرامه وزن يې دی،۱۷۰ سانتي متره تنه لري، سپين رنګ وېښتيان يې دي او توري يې سترګي دي،همدارنګه په هندو مذهب دی.

ده تر اوسه رسنيو ته ندي ويلي چې نجلۍ ملګرې يې څوک ده،خو په ۲۰۰۹ز کې يې د کيرن شرما سره واده کړی،چې دوې لوڼې لري.

د ميشرا کريکټ خوښېږي،د فلمونو په ډايريکټرانو کې يې کيتن مهتا او راجت کپور خوښېږي.

هيڅ يوه ښځينه اداکاره يې نه خوښېږي خو د شاهرخ خان،عرفان خان او نوازالدين صديقي مينوال دی.

 

سنجی ميشرا هر کال په لسګونه فلمونه پدې خاطر ردوي چې نوموړی يې د شوټينګ لپاره وخت نلري.

وروستي مطالب