سپورټ سرسکالو

د باسکټبال مشهور امريکايي لوبغاړی د هليکوپټر د سقوط په پيښه کي مړ سو.

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د باسکټبال لوبي امريکايي لوبغاړی کوبي برايانت د هليکوپټر طيارې د سقوط په پيښه کي ومړ.

د لاسنجليس ټايم په حواله کوبي د يکشنبې په ورځ په خپلي شخصي هليکوپټر کي د ۸ نورو کسانو سره سفر کوی چي سقوط يې کړی او ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هليکوپټر د هوا د خرابوالي له کبله د کلفورنيا ايالت د ګلاباساس په لوړو تپو کي لګيدلې چي وروسته یې اور هم اخیستی.

پيښه په داسي ساحه کي سوې چي د عاجلو مرستو ډلي او اور وژونکو نسوای کولای په اسانۍ سره هدف ته ځان ورسوي.

د برايانټ سره د ۹ وژل سويو کسانو له ډلي د نومړي ۱۳ کلنه لور هم ده.

کوبي برايانت د ۱۹۹۶ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پوري د ۲۰ کلونو لپاره د لاس انجليس لاکر لوبډلي لپاره لوبيدلی،چي د خپلي لوبډلي لپاره يې په NBA کي پنځه اتلولۍ هم ګټلي.

کوبي وروستی ټويټ تيره ورځ کړی چي ليبرون جيمز ته يې دده د ريکارډ د ماتولو مبارکي ويلې، جيمز د NBA په تاريخ کي د ډيرو امتيازونو ګټونکی لوبغاړی سو چی مخکي دا ريکارډ د کوبي برايانټ سره وو.

د ۴۱ کلن برايانټ په مړينه د سپورټ د نړۍ ډيرو مشهور څيرو خواشيني څرګنده کړې،خو لايې هم ميرمن وانيسا لينا براينټ پدې پيښه حيرانه ده او د کوبي مرګ ورته نه مننونکی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ