د بازمحمد مبارز راتلونکی سیال معلوم شو!

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی بازمحمد مبارز به د چک جمهوریت د یوه تکړه لوبغاړي فیتیسلاف راژنوو په وړاندي د میدان ډګر ته کښته سي.
ټاکل سوې دا لوبه د اپریل میاشتي په ۳یمه نېټه د روسیې په مسکو ښار کي ترسره سي.

دا لوبه د آزادي مبارزې په اې سي اې ۱۹۷ سازمان کي ترسره کیږي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبغاړي مبارز دې لوبي ته د ښه چمتوالي په موخه تمرینونه پيل کړي دي.
بازمحمد مبارز به پر داسي مهال دا لوبه ترسره کړي، چي پنځه میاشتي مخکي ئې په یوه چلینجي لوبه کي د روسیې هیواد د تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف څخه په ډیري کمي فاصلي ماته وخوړه.

هغه لوبه هم د ACA په نوم د یوې آزادي مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چي په لوبغالي کي د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زرګونه افغانانو یاده لوبه په ژوندۍ بڼه ولیدله.
دا لوبه درې میدانه ترسره سوه، چي په درې واړه میدانونو کي افغان لوبغاړي بازمحمدمبارز او روسي لوبغاړي کاناکوف خورا سخته مقابله یو د بل په وړاندي وکړه، چي یو لوبغاړی هم ونه وتوانېد، چي بل لوبغاړی ناک اوټ کړي او درې سره میدانونه ئې ولوبول، خو په پاي کي د نمرو له امله کاناکوف بریا او مبارز ماته وخوړه.
دا لوبه بازمحمد مبارز ۲۸ پر ۲۹ نمرو وبایلله، چي دا دومره توپیر ندئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي