فبروري 28, 2021

د بارسلونا د ماتي له امله یوه افغان خپل ورور وژلی!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ لوبو څخه د نړۍ تکړه لوبډله بارسلونا د والینسیا فوټبال لوبډلي په وړاندي د والینسیا په کورني لوبغالي مستایا کي ولوبېده، چي بارسلونا د والینسیا څخه ۲ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

تر یادي لوبي وروسته د هیواد په کاپیسا ولایت کي دوو وروڼو د خواجه امین اغا او خواجه هشمت الله په نومونو د بارسلونا پر ماتي له یو بل سره شخړه کړې.
تر شخړي وروسته حشمت الله خپل ورور امین آغا په چاقو وهلی او امین آغا روغتون ته پر لاري خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کاپيسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش پيښه تایید کړې ده، هغه وايي قاتل له پيښي وروسته تښتېدلی او د نیولو هڅي ئې رواني دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د بارسلونا او والینسیا تر لوبي مخکي هلته لوبغالي مخته هم د دواړو لوبډلو د مینوالو ترمنځ شخړه وسوه.
بارسلونا لوبډله یو له هغه ټیمونو څخه ده، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم ډېر مینوال لري او پر بریا او ماتي ئې زیاتره مینوال لفظخي شخړه کوي.
خو د وژلو راپور او هم په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره ورکول سوی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ