د بادامو ځانګړتیاوې؛ د ګڼو ګټو ترڅنګ د شکرې ناروغۍ درملنه هم ده

ليکنه او راټولونه

موږ دوه ډوله بادام لرو، ترخه او خواږه. خواږه بادام له ۵۰ څخه تر ۵۵ سلنه پورې غوړ او ترخه یې له ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې غوړي لري. بادام ۲۵ سلنه سپین مواد د اموسلین په نامه لري چې قند او معدني مواد لري. د ترخو بادامو اسانس یا اډییک بنزویک په عطرو کې کارول کیږي او هم ترې د ملاشیت په نامه شین رنګ جوړیږي.

بادام ډېرې ګټې او ځانګړتیاوې لري:

امریکایي طبي پوهان وایي چې بادام نه یوازې د انسان حافظه قوي کوي بلکې د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

د فلوریډا پوهنتون څېړنې ښودلې چې بادام د انسان وزن کموي او که هر څوک د ورځې ۴۰ ګرامه بادام وخوري، نو له ډېر چاغښت به ځان خلاص کړي.

څېړونکې وایي چې په ورځني خوراک کې د بادامو شاملولو سره له ډېرو طبي ستونزو څخه خلاصېدای شي؛ ځکه بادام په جسم کې د کیلیوریز د اندازې کمولو سربېره پروتین هم تیاروي. د دوی په وینا د بادامو تل خوړل د زړښت څخه را پیدا شوي ډېرو ستونزو په حل کې هم مرسته کوي.

د بادامو غوړي نه خرابیږي او د ماشومانو لپاره ډېر ګټور دي.

بادام سینه نرموي، د بادام شیره د ټوخي، نارامیو او ستوني لپاره ډېره ګټوره ده.

بادام د معدې، کولمو، مثانې او اسهال د ټپونو زخمونو لپاره ډېر ګټور دي.

بادام معده قوي کوي، بادام چې واړه شي او له شاتو سره ګډ شي د پښتورګو د درد او ټوخي لپاره ګټور دي.

د دې لپاره چې سینه مو نرمه شي او ټوخی مو ورک شي د بادامو غوړي دې له شیدو سره ګډ او ودې څښل شي.

که چېرې مو د ملا مهرې ناستې وي او یا مو هم ملا درد کوي د تسکین لپاره د بادامو غوړ ډېره ګټه لري.

د هغو ماشومانو لپاره چې پر بدن یې سرې دانې وي د بادامو پر تیلو یې د ټول ځان غوړونه ډېره ګټوره وي.

د بادام ګل او غوټۍ ښکلی رنګ او بوی لري.

د بادامو مغز معمولا وچ او یا هم کله کله خام خوړل کیږي.

بادام سره له دې چې په وینه کې د کلسټرولو کچه ټیټوي، د شکرې د ناروغۍ مخه هم نیسي، دوی همدا راز وایي هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره یې دې بادام وخوري.

که بادام سهار وختي وخوړل شي، د بدن د اړتیا وړ ویټامین اي پوره کوي او د زړه له ناروغیو څخه مو په امن کې ساتي.