مارچ 4, 2021

د ای پي ایل بولۍ ته به تر ټولو کم عمره یو افغان لوبغاړی وړاندي سي

ټاکل سوې راتلونکې پنجشنبه د هندوستان کورني کرکیټ لیګ یا ای پي ایل ته د لوبغاړو رانیولو پروسه د هند په کلکتې ښار کي ترسره سي، چي دا ځلي په دغه بولۍ کي تر ټولو کم عمره لوبغاړی افغان نور احمد لکڼوال هم وړاندي کیږي.
نور احمد لکڼوال توپ اچونکی دی، چي اوس د څو ورځو کم ۱۵ کالو دئ او دی به د ای پي ایل په بولۍ کي تر ټولو کمر عمره لوبغاړی وي.

نور احمد لکڼوال د خوست ولایت دی او د ۱۹ کلنو ترمنځ په آسیایي کپ کي ئې د افغانستان لپاره ۸ لوبغاړي وسوځول او په یاد جام کي تر ټولو ډېر ویکیټ اخیستونکی لوبغاړی وو.

د هغه ترڅنګ دا افغان لوبغاړی د هند په وړاندي په ۵ یو ورځنیو تمریناتي لوبو کي هم په افغان لوبډله کي ولوبېد، چي په یادو ۵ لوبو کي ئې د هند په وړاندي ښه توپ اچونه وکړه او خورا ښه وځلېد.

ټاکل سوې د لکڼوال ترڅنګ دې بولۍ ته نور افغان لوبغاړي هم وړاندي سي، خو راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هغه درې افغان لوبغادي دي چي وار له مخي لا خپلو تیرو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.
د هندوستان د کرکیټ غوره لیګ ۱۳م پړاو بولۍ ته به ۷۱۳ هندي او ۲۵۸ بیا بهرني لوبغاړي وړاندي سي.
د ای پي ایل ۱۳م پړاو به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په درېیمه میاشت د مارچ په ۱۷مه نېټه پیل سي.
دا لیګ د تجارتي لیګونو تر ټولو غوره لیګ دئ، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري او لوبي ئې په ژوندۍ بڼه ګوري.

امرخېل: مسؤلین به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار والي وایي ددغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه خبریالانو قاتلین نیسي او یا به له خپلې دندې استعفا کوي. نوموړي پر ... نور ولولئ