د ایرلېنډ غوره الراونډر له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه

 

کېوېن اوبراین چې د نړۍ په کرکټ او په ځانګړي ډول د ایرلېنډ په کرکټ کې ځانګړی نوم و، د جمعې په ورځ یې له کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.

نوموړي ویلي دي چې « د ایرلېنډ لپاره له پنځلس کلن کرکټ وروسته غوره وخت دی، چې خپل تقاعد اعلان کړم».

هغه ۳۷ کاله عمر لري او په ټېسټ او شل اوریزو لوبو کې به د ایرلېنډ لپاره لا لوبو ته دوام ورکړي.

هغه په یو ورځنیو لوبو کې د ایرلېنډ لپاره ۱۱۴ وېکټې اخیستي او ۶۸ کېچونه یې هم نیولي دي.

 

د کیوین اوبراین لوبې

هغه په ۱۹۸۴ ز کال کې د مارچ په ۴ مه د ایرلېنډ په دوبلېن سیمه کې نړۍ ته راغلی دی.

۲۰۱۸ کې یې د ټېسټ لوبو پیل د پاکستان پر وړاندې وکړ، په درېیوو ټېسټ لوبو کې یې ۲۵۸ منډې کړي دي، یوه پاڼۍ کې یې لوړې منډې ۱۱۸ دي، یوه سلیزه او یوه پنځوسیزه لري او ۲۹ یې څلوریزې وهلي دي.

وروستۍ ټېسټ لوبه یې ۲۰۱۹ کې د انګلستان پر وړاندې کړې ده.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې د ۲۰۰۶ کال د جون په ۱۳ مه کړی دی، ۱۵۲ لوبو کې یې ۳۶۱۹ منډې کړي، ۱۴۲ یې لوړې منډې دي، ۲ سلیزه، ۱۸ پنځوسیزې، ۳۳۲ څلوریزې او ۸۴ یې شپږیزې وهلي دي.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې ۲۰۲۱ کې د نېدرلېنډ پر وړاندې وکړه.

د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۸ کې د سکاټلېنډ پر وړاندې کړی و، ۹۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۷۲ منډې کړي، لوړې یې ۱۲۴ دي، یوه سلیزه او درې یې پنځوسیزې وهلي دي، ۱۳۷ څلوریزې او ۷۶ یې شپږیزې وهلي دي.

وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۲۰ کې د افغانستان پر وړاندې د هندوستان په ګرېټرنوېډا کې کړې وه.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ