مارچ 4, 2021

د ایرلینډ بریا افغانستان او ویسټ انډیز ته تمه پیدا کړه

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې د کوربه زیمبابوې لوبډلې خلاف د ماتې خوړلو وروسته ښه راتګ وکړ او د سکاټلینډ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
په ننۍ لوبه کې ایرلینډۍ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنۍ سره د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو د انډریو بال بیرني د سلیزې ۱۰۵ او نیل اوبراین د ۷۰ منډو جوړلو سره ټولې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سکاټلینډ ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکلو، چې سکاټلینډۍ لوبډله یې په ترلاسه کولو کې برلاسې نشوه.

په دې بریا سره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د خپلو پواینټونو یا نمرو شمیر ۴ ته وروسوو او ورسره یې د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ته هم د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ هیلې لا ژوندۍ وساتلې.
دواړه سکاټلینډ او کوربه زیمبابوې لوبډله د ۵ پواینټونو په درلودلو سره لا هم د جدول د سر کرښه کې ځای لري، خو ورپسې د ویسټ انډیز او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د ۴ پوانیټونو په درلودلو سره یو بل پسې ځای لري.
د سبا ورځ په سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډله د ټورنمنټ پیاوړې لوبډلې ویسټ انډیز سره مخ کیږي، چې که په دغه لوبه کې کوربه زیمبابوې لوبډله ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي، نو د زیمبابوې لوبډله به د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لمړۍ لوبډلې په توګه ورسیږي او هم به افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د مخکې تګ هیلې پیدا کړي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته په ماتې په ورکولو سره دوه پواینټونه خپل کړل او لا هم نړیوال جام ته د ورتګ هیله لري.

که د سبا ورځ په لوبه کې زیمبابوې ویسټ انډیز ته او بله لوبه کې ویسټ انډیز بیرته سکاټلینډ ته ماتې ورکړي او هم افغان لوبډله په خپلو پاتو دوه راتلونکو لوبو کې د ایرلینډ او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړي، نو دواړه افغانستان او ویسټ انډیز به د ۶ پوانیټونو په درلودلو سره مساوي شي، چې د لوړ رن ریټ درلودونکې لوبډله به بیا ورڅخه د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د روانې مارچ میاشتې د څلورمې نیټې څخه په زیمبابوې کې پیل شوې، چې پکې ۶ لوبډلې افغانستان، ویسټ انډیز، زیمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ او متحده عربي امارات د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته را ورسیدې او له دې څخه به دوه لوبډلې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
 
 

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ