د اومېندوارۍ په دوران کې د سر ګنګسۍ لاملونه

ژباړه

د اومېندوارۍ د١٢ اونیو یا د په دویمو، درېیو میاشتو کې، د ودې په حال کې رحم د بدن په عروقو فشار راوړي او د سر ګنګسۍ سبب کېږي په تېره بیا کله چې ستوني ستاغ ویده شي.

د پروجسترون لوړه کچه هم کولای شي د عروقو د سستۍ او د وینې د رګونو د خلاصېدو سبب شي، چې جنین ته د وینې جریات زیاتېږي، خو د اومېندوارې مور په بدن کې کمېږي او د وینې د فشار ټيټېدلو سبب کېږي. دا مسﺉله د دې لامل کېږي چې ماغزو ته وینه کمه ورسېږي او په پای کې سر ګنګسي رامنځته شي.

د اومېندوارۍ پر وخت د ګنګسۍ بل لامل، د وینې د قند افت یا د بدن د اوبو له لاسه ورکول دي.

د اومېندوارۍ پر وخت د کمزرۍ احساس کولو لامل دا دی چې په دغه موده کې، جنین د زیاتې تودوخې او انرژۍ سره مخ وي. نو د زیات وخت لپاره په ګرمه کوټه کې پاتې کېدل، او سره له دې ګرمې او تنګې جامې اغوستې وې، ممکن د سر ګنګسۍ احساس وکړﺉ.