د اولادونو په روزنه کې د مور پلار یو مسوولیت له دروغو د دوی لرې ساتل دي 

 

ماشومان دهېواد راتلونکي جوړوي کورنۍ بايد د ماشومانو په روزنه کې دقيق اوسي. د هغوی ذهن (مغز) د يوې سپينې پاڼې په څېر دی. کله چې موږ په يوه سپينه پاڼه څه وليکو، هماغه کرښې په پاڼه کې پاتې کېږي. چې بيا پاکول يې ناشونې ده، نو د اولادونو په سمه روزنه (پالنه) کې مور پلار ډېر رول لري. چې څه ډول يې بايد وروزي او څنګه کولی شي سالم اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي؟

ځينې مور او پلار موږ ليدلي، چې په ماشومتوب کې خپلو اولادونو ته داسې دروغ وايي، چې د دوی له نظره عادي خبره معلوميږي مثلا؛ کله چې ماشومان ژاړي د ارامه کېدلو په خاطر يې مور پلار ورته د دروغو وعدې ورکوي، کورنۍ خپلو اولادونو ته د دروغو ژمنې ورکوي او په سرته رسولو يې کوم فکر نه کوي، چې په دې سره له شک پرته ماشوم دروغجن، وعده خلاف او چلباز لویېږي، دوې فکر کوي چې د ځان د خلاصون يوازنۍ لار دروغ، چل اوفريب دى.

د ماشومانو پر وړاندې د خپلو خپلوانو سپکه اوغيبت  ددې لامل ګرځي چې سبا ورځ دوی هم هغوی ته په درانه او ښه نظر ونه ګوري. ښکاره ده چې ماشومان هرڅه له خپل مور او پلار څخه زده کوي، او هر څه چې هغوی ووایي، ماشومان هم هماغه ډول کړنې ترسره کوي. کله چې مور پلار هر هغه څه ښه او بد چې دوی ترسره کوي؛ اولادونه يې هم له خپل پلار او مور څخه زده کوي. اړينه ده چې کورنۍ بايد د خپلو اولادونو په پالنه کې ډېره هڅه وکړي. ماشومانو ته د ریښتینولۍ د زده کړې لپاره لومړی قدم د مور وينا ده.

د ماشومانو په لويولو کې، دروغ ويل جدي موضوع ده چې ما يې يادونه مخکې هم وکړه.
کورنۍ بايد څه وکړي تر څو اولادونه يې په راتلونکي کې د دروغو ویلو په ناروغۍ نه وي اخته؟
همدارنګه محمد ص فرمایلی دي چې منافق انسان درې نښې لري:
– کله چې خبرې کوي دروغ وایي؛

  • کله چې ژمنه کوي په خپله ژمنه وفا نه کوي؛
  • کله چې امانت ورسپارل کېږي په هغې کې خیانت کوي.

د انسان د فطرت یوه ښه او لویه ځانګړنه (رښتیا ویل) دي. له بده مرغه چې په دغه ناروغۍ نه یوازې لویان اخته دي بلکه په ماشومانو کې هم زیات لیدل کېږي، او د دي لپاره چې نور وګړي ځان ته را جذب کړي د دروغو څخه کار اخلي .
نه يوازې کورنۍ بلکې ښوونکي هم مکلف دي چې زده کونکو ته سمه لار وښيې، باید دې ته پاملرنه وکړي چې ماشومان د ماشومتوب څخه دروغ زده نه کړي او که چېرته بې پروايې وشي، نو کوچنيان به د عمر تر پایه پورې په دروغو ځان پالي.

دروغ ویل د خپل چاپیریال (کورنۍ، کوڅې، ملګرو او دوستانو) په ټوله کې د ټولنې څخه چې په کې ژوند کوي زده کوي یې، په د مانا چې دروغ یوه فطری پديده نه، بلکې یوه کسبي پديده ده چې د چاپیریال څخه زده کېږي. دروغ یو بد خوی دی چې که ادامه پیدا کړي په عادت بدلیږي چې وروسته بیا د انسان ټول شخصیت کمزوی کوي .

دروغجن شخص د دروغو له لارې د خپلې کمزورۍ  ټکي پټوي او نور ګمرا او دوکه ورکوي، ځان له رټلو څخه ژغوري او د نورو پام ځان ته را اړوي.

نو د کورنۍ لپاره د سمو اولادونو پالل او روزل اړين دي. که دوی د اولادونو په لويولو کې بې پروايې کوي نو په راتلونکې کې به دوی په خپلو هغو اولادونو سر ټيټي او خجالت کېږي چې دوی يې د پيدا کېدو لپاره سوالونه کړي وي.